لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نوی حکومت، مشکلات، ترجیحات او د وزیراعظم نوازشريف منشور


د2013ء انتخاباتو دپاره دميا نواز شريف گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) اولس سره پخپل منشور کې وعده کړې وه چې په دوؤ کالو کې به دانرژۍ بحران له مينځه وړي، شپږ مياشتې وروستو به دهيواد دننه بلدياتي انتخابات کوي اؤ دځلمو دقامي پاليسۍ په اساس به لس لکه ځلمي په روزگار لگوي
د2013ء انتخاباتو دپاره دميا نواز شريف گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) اولس سره پخپل منشور کې وعده کړې وه چې په دوؤ کالو کې به دانرژۍ بحران له مينځه وړي، شپږ مياشتې وروستو به دهيواد دننه بلدياتي انتخابات کوي اؤ دځلمو دقامي پاليسۍ په اساس به لس لکه ځلمي په روزگار لگوي
په دريم ځل دپاکستان دوزيراعظم په منصب دټاکل شوي ميا نواز شريف گوند په داسې حالاتو کې دهيواد داقتدار واگې په لاس کې اخستي چې دغه هيواد په بهرني اؤ کورني کچ دگڼ شمير کړکيچنو ستونزو اؤ چيلنجونو سره مخ دى.
د2013ء انتخاباتو دپاره دميا نواز شريف گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) اولس سره پخپل منشور کې وعده کړې وه چې په دوؤ کالو کې به دانرژۍ بحران له مينځه وړي، شپږ مياشتې وروستو به دهيواد دننه بلدياتي انتخابات کوي اؤ دځلمو دقامي پاليسۍ په اساس به لس لکه ځلمي په روزگار لگوي.
دنواز شريف دگوند په منشور کې راغلي وؤ چې دترهه گرۍ خلاف به دطاقت کارولو پځايې موثره اؤ گڼ اړخيزه تگلاره جوړولى شي ، دوسله والو پوځونو مشران به دقابليت په اساس لگول کيږي اؤ دفاعي بجټ به دپارلمان څخه منظورولى شي.
ميا نواز شريف دخپل اولس سره دا وعده هم کړې ده چې په اقتدار کې دراتللو څخه وروستو به هغه دهيواد برامدات سلو اربو ډالرو ته رسوي اؤ دسرکاري ادارو دبحالۍ له لارې به د500ؤ اربو روپو په کليزه خساره قابو مومي.
ميا نواز شريف دانتخاباتو څخه دمخه پخپل منشور کې وعده کړې وه چې دبلوچستان دستونزې دهواري دپاره به دټولو خواؤ سره بامقصده خبرې اترې کوي اؤ کراچۍ کې به دامنيت پځايې کولو دپاره دسوله ييزو لارو اختيارولو ترڅنگ دضرورت په مهال عمليات هم کولى شي.
دمسلم ليگ(ن) ددغه منشور دعملي کيدو دامکاناتو په اړه چې کله وائس ا ف امريکا ډيوه ريډيو پينځه کاله په مرکزي حکومت کې دائتلافي اؤ په خيبرپښتونخوا کې دواکمن پاتې شوي گوند عوامي نيشنل پارټۍ دنوميالي مشر ميا افتخار حسين څخه پوښتنه وکړه ، نو هغه وويل دنواز شريف حکومت ته يو ښه چانس په لاس ورغلى ، چې بايد د هيواد دبنيادي ستونزو هواري دپاره گټور گامونه واخلي.
هغه وويل په تير حکومت کې عوامي نيشنل پارټي په خيبرپښتونخوا کې واکمنه وه اؤ قبائيلي سيمې دمرکزي حکومت دانتظام لاندې دي ، ځکه نو مونږ ونۀ شو کړلى، چې په قبائيلي سيمو کې دترهه گرۍ نوغى وباسو.
ميا افتخار وويل هرڅو که ورسره په مرکز کې واکمن گوند پيپلز پارټۍ په ځينو معاملو کې پراخه همکاري کړې وه ، خو دترهه گرۍ په معامله کې پيپلز پارټي ځکه ډيره ډاگيزه ميدان ته راوتلو ته تياره نۀ وه چې ترهه گرو ددغه گوند مشر بې نظير بهټو هم وژلې وه.
ميا افتخار وويل اوس چې نواز شريف ته په مرکز، پنجاب اؤ بلوچستان صوبو کې اکثريت حاصل دى اؤ په خيبرپښتونخوا کې يې هم دحکومت جوړولو څخه په تيريدو دطالبانو پلوي قوت تحريک انصاف ته دحکومت جوړولو موقع ورکړې ، نو که چرې څلور واړه صوبې دځان سره ملگري کړي ، دترهه گرۍ په مسئله دقابو موندلو هيله کيدى شي.
ميا افتخار حسين زياته کړه ، خو په دغه لړ کې به ميا نواز شريف ته دسياسي قيادت ترڅنگ دپوځي قيادت ملاتړ اخستل هم ضروري وي.
هغه وويل دترهه گرۍ دختمولو دپاره به دحکومت دا دليل هيڅ گټور ثابت نۀ شي ، چې گنې دسيمه ييزو طالبانو سره به خبرې کولى شي اؤ بهرملکي طالبان به دعملياتو سره مخ کيږي.
هغه وويل که چرې حکومت غواړي چې په هيواد کې سل فيصده امن ټينگ کړي ، نو بيا به ورته دمسئلې دهواري تل ته ځان رسول وي ، اؤ په دغه لړ کې به هغوي نۀ يواځې دپاکستاني اؤ بهرملکي طالبانو سره خبرو ته مجبوريږي، بلکې امريکا اؤ افغانستان به هم په اعتماد کې اخلي.
ميا افتخار وويل نواز شريف يو تجربه کار سياست دان دى اؤ دوه ځله يې له دې وړاندې هم په هيواد حکومت کړى ، ځکه نو هيله ترې کيدى شي چې دمسئلو په هواري کې به دجذباتي گامونو پځايې مستقل اؤ سودمند گامونه واخلي.
دهغه وينا وه دعوامي نيشنل پارټۍ اؤ پيپلز پارټۍ تير حکومتونه دطالبانو دسترگو ازغي وؤ، خو طالبانو پخپله دامن دپاره په تيرو وختونو کې نواز شريف، عمران خان ، مولانا فضل الرحمان اؤ منور حسن دضمانتيانو په توگه غوښتي وؤ اؤ دغه خبره په ډاگه کوي چې طالبان دهغوي دپاره نرمه گوشه لري.
هغه وويل اوس به نوي حکومت ته دسياسي اړخونو اؤ پوځي قيادت په مرسته دطالبانو ددغه نرمې گوشې څخه گټه اخستل وي.
دمسلم ليگ(ن) په منشور کې ددوؤ کالو دننه دلوډشيډنگ دمسئلې دهواري دامکاناتو پوښتنه چې کله دپاکستان دبجلۍ خورولو دادارې (واپډا) دپخواني چئيرمين انجنئير شمس الملک څخه وکړل شوه نو هغه ډيوه ريډيو ته وويل په دې کې شک نشته چې دانرژۍ بحران يو کړکيچن شکل اختيار کړى ، خو دهواري لاره يې ضرور شته.
شمس الملک وويل دا مهال چې دلوډشيډنگ کومه کړکيچنه مسئله اولس ته پيښه ده ، که حکومت په اخلاص سره گامونه واخلي ، نو ددغه ستونزې څخه اولس ته نجات ورکولى شي.
هغه وويل 20 کاله وړاندې چې په پاکستان کې کومه بجلي داوبو څخه پيدا کيده ، دهغې قيمت ديو يونټ پسر يوه نيمه روپۍ ؤ، اوس دپاکستان ابادي سيوا شوې اؤ دبجلۍ دپيداوار دپاره داوبو لويې ډيمونه په هاغه حساب نۀ دي جوړ کړل شوي ، څومره چې اړتيا ده.
شمس الملک وويل دا مهال چې په پاکستان کې په کوئيله، گيس ، ډيزلو وغيره کومه بجلي جوړيږي ، دهغې يو يونټ په شپاړس نيمې روپۍ تماميږي اؤ حکومت سره دومره پيسې نۀ شته چې دغه گراني بجلي پرته دکوم ځنډ څخه اولس ته ورسوي.
هغه وويل که نن هم داوبو څخه ديوې نيمې روپۍ يونټ بجلۍ جوړولو ته ترجيح ورکړل شوه ، نو په څه موده کې دننه به دبجلۍ بحران دمينځه يوړل شي، خو ددې دپاره دنوؤ ډيمونو اؤ په خصوصي توگه دکالاباغ ډيم جوړولو اړتيا ډيره زياته ده.
هغه وويل که چرې په اخلاص گامونه واخستل شي ، نو ممکنه ده چې په پاکستان کې موجوده ددولسو اؤ څوارلسو ساعتو دبجلۍ لوډشيډنگ يو ساعت ته راکوز شي.
سينئر اؤ نوميالي صحافي صلاح الدين احمد ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل ميا نواز شريف به په راتلونکي کې دخپل گوند دژوندي ساتلو دپاره دخپلو دواړو تيرو حکومتي دورونو په نسبت په نوي حکومتي دور کې دمسئلو دهواري اؤ خپل منشور دعملي کولو دپاره زيات په اخلاص گامونه اخلي.
هغه وويل دامن پځايې کولو اؤ ترهه گرۍ دخاتمې دپاره که يو خوا نواز شريف دطالبانو سره دخبرو اترو پلوي دى ، نو بل خوا هغه په دې هم پوهيږي چې دغه مسئله دنړيوالو قوتونو دملاتړ څخه پرته هوارى نۀ لري.
صلاح الدين احمد زياته کړه، همدغه وجه ده چې نواز شريف پخپل منشور اؤ وينا گانو کې دترهه گرۍ په مسئله زيات زور نۀ راوړي.
البته دخپل حکومت په دوران کې به هغه هڅه وکړي ، چې په دغه لړ کې دامريکا اؤ نورو نړيوالو قوتونو سره خبرې وکړي اؤ دمفاهمت له لارې دترهه گرۍ مسئله له مينځه يوسي.
ښاغلي صلاح الدين وويل دانرژۍ دبحران ، کرپشن ، بې روزگارۍ اؤ گرانۍ دمسئلو هواري دپاره نواز شريف سره ښه چانس په لاس کې شته اؤ هغه به پخپله حکومتي دوره کې ، دخپلو سياسي گټو په نظر کې دنيولو سره ددغه چانس ضائع کولو ته کله هم زړۀ ښه نۀ کړي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG