لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصدر کرزي اؤ امريکا لخوا نواز شريف ته په وزيراعظم جوړيدو مبارکي


دپاکستان نوي ټاکل شوي وزيراعظم ميا نواز شريف ته دامريکا اؤ افغانستان له لوري دوزيراعظم په منتخب کيدو مبارکۍ وئيل شوې اؤ هيله څرگنده کړل شوې ده چې دپاکستان نوى حکومت به دهغوي سره اړيکو مضبوطولو ته اوليت اؤ په گډه کار وکړي.
دافغانستان صدر حامد کرزي دزيارت په ورځ ميا محمد نواز شريف سره ټيليفوني خبرو کې هغه ته دپاکستان دوزيراعظم په ټاکل کيدو مبارکي وئيلې ده.
په دغه موقع صدر حامد کرزي وزيراعظم نواز شريف ته دخپل ځان اؤ خپل هيواد له اړخه نيکې هيلې وړاندې کړې اؤ ددې اميدڅرگندونه يې وکړه چې هغه به ددوه اړخيزه اړيکو دښه والي لپاره هڅې دوامداره ساتي.
کرزي وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ ښې اړيکې دسيمې دامن اؤ ثبات لپاره ضروري دي.
صدر حامد کرزي په دغه موقع نواز شريف ته دخپل هيواد ددورې بلنه هم ورکړه ، کومه چې نواز شريف قبوله کړه اؤ دافغان صدر څخه يې مننه وکړه.
بل لوري ته په واشنگټن کې دامريکا دخارجه محکمې وياند جينيفر ساکي ديو پريس بريفنگ په مهال وئيلي دي امريکا په پاکستان کې په پرامنه توگه داقتدار دمنتقلۍ په دغه تاريخي موقع دپاکستاني اولس په خوشحالو کې شامله ده.
تيره ورځ په دريم ځل دپاکستان دوزيراعظم دټاکل کيدو وروستو ميا نواز شريف قومي اسمبلۍ ته پخپله وينا کې امريکا څخه دپاکستان په خاوره دډرون بريدونو داودرولو غوښتنه کړې وه.
په دغه اړه خپل ردعمل کې وياند ساکي وويل پاکستان سره دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دمرستې پشمول بيلا بيلا بيلو څانگو کې دهمکارۍ په اړه دخبرو اترو عمل روان دى اؤ امريکا ددواړو هيوادونو دتحفظاتو لرې کولو لپاره (پاکستان سره ) په گډه کار کوي.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد دکارروائيو سره چې مونږ څنگه مخ په وړاندې ځو، نو ددې لپاره ضروري ده چې ټوله نړۍ کې دخپلو ائتلافيانو سره نزدې مرسته دوامداره وساتو اؤ کومه مرسته چې دغو ائتلافيانو ته پکار وي، هغه دې ورکړل شي اؤ هم دغه شان مرسته به پاکستان سره هم دوامداره ساتلى شي.
امريکائي چارواکي مني چې دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمو کې دالقاعده سره تړلو جنگيالو خپلې محفوظې ځالې جوړې کړي اؤ ددغه ځائيونو څخه دپولې پورې غاړې افغانستان کې په افغاني اؤ امريکائي ځواکونو خونړي بريدونه کوي.
پاکستان پخپلو قبائيلي سيمو کې امريکائي ډرون بريدونه دخپلې خپلواکۍ اؤ نړيوال قانون څخه سرغړونه گڼي اؤ وائي ددغو بريدونو له امله دگټې پځايې زيات زيان اوړي.
خو تيره اوونۍ په شمالي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دستر کمانډر ولي الرحمان دوژل کيدو وروستو دامريکا خارجه وزير جان کيري دډرون بريدونو څخه ددفاع کولو په ترڅ کې وئيلي ؤ چې دغه حملې موثره دي اؤ قانوني حيثيت لري.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG