لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ :دايم پي اى دوژل کيدو وروستو دژوند چارې په ټپه ولاړې دي


د متحده قومي موومنټ دسندهـ اسمبلۍ غړی منظرامام نن په کراچۍ کې خاورو ته سپارل شوی او د جنازی په محال د ایم کیو ایم په شمول د عوامي نیشنل پارټۍ ، پاکستان پیپلز پارټۍ او نورور سیاسي ګوندونو غړو او ځاېي مشرانو هم ګډون کړی دی .
دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې يوه ورځ وړاندې دسياسي گوند متحده قومي موومنټ دسندهـ اسمبلۍ دغړي منظرامام دوژنې وروستو دغه ډلې ددريوؤ ورځو دماتم اعلان چې ورسره کراچۍ کې دژوند چارې په ټپه ولاړې دي.
منظرامام او دهغه نور درې ساتونکي دزيارت په غرمه اورنگي ټاؤن کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دجنگيالو لخوا وژل شوي وؤ، دهغه جنازه په جناح گراؤنډ کې ادا کړل شوى چې له دې وروستو يې مړى عزيزاباد کې خپلې پلرنۍ هديره کې خاورو ته سپارل شوى.
دجمعې په ورځ ښار کې ټول کاروباري مرکزونه تړل شوي او په سړکونو دگاډو تگ راتگ بند دى، شخصي تعليمي ادارې هم بند دي او جامعه کراچۍ او اردو يونيورسټۍ هم دجمعې په ورځ ترسره کيدونکي امتحانونه ځنډولي دي.
دايم کيو ايم دغړي په وژنه دغه دغه درې ورځني ماتم کې عوامي نيشنل پارټي سندهـ هم شريکه ده.
حيدر اباد کې هم دايم کيو ايم دايم پي اى په وژنه دژوند چارې په ټپه ولاړې دي.
دمنظرامام دوژنې وروستو دښار په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد پيښې هم رامخې ته شوي چې پکې گڼ شمير گاډي سوځول شوي دي.
دپاکستاني طالبانو دتحريک يو وياند دايم کيو ايم دصوبائي اسمبلۍ ددغه غړي دوژنې مسؤليت په غاړه اخستى او د ايو کيو ايم مشر الطاف حسين دهغه وژنه کراچۍ کې دامن دتباه کولو هڅه گرځولې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG