لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيب وائي دکرايه دبجلي گهرونو په اړه يې راپور ناقصه دى


چيف جسټس زياته کړه په ار پي پي کيس کې دحکم بنياد حکومتي دستاويزات دي او زياته يې کړه چې بايد دککړو کسانو په ضد دنيب دقوانينو لاندې مقدمه وچلول شي.
چيف جسټس زياته کړه په ار پي پي کيس کې دحکم بنياد حکومتي دستاويزات دي او زياته يې کړه چې بايد دککړو کسانو په ضد دنيب دقوانينو لاندې مقدمه وچلول شي.
دپاکستان دقومي احتساب ادارې (نيب) چئيرمين فصيح بخاري دکرايې دبجلي گهرونو په اړه دترسره شوؤ تړونونو په مقدمه کې دخپلې ادارې پلټنيز راپور ناقصه گرځولى دى.
ښاغلي فصيح بخاري دغه راپور په داسې حال کې ناقصه گرځولى چې دپاکستان دسترې محکمې دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ درې کسيز بينچ په 15مه جنورۍ هم ددغه راپور په اساس دپاکستان دموجوده وزيراعظم راجه پرويز اشرف پشمول د16ؤ کسانو دنيولو احکامات جاري کړي وؤ.
دزيارت په ورځ درينټل پاور کيس په فيصله دعمل درامد په معامله داوريدنې په موقع فصيح بخاري په دغه کيس کې داحتساب دقومي ادارې دشوي پرمختگ راپور وړاندې کړو.
داوريدنې په مهال چيف جسټس افتخار محمدچوهدري پخپلو څرگندونو کې وويل عدالت په مقدمه کې دککړو ټولو کسانو دنيولو په اړه امر جاري کړى ؤ نۀ چې يواځې دوزيراعظم راجه پرويز اشرف په ضد.
هغه وويل دنيب چئيرمين فصيح بخاري ته هم دعدالت دسپکاوي نوټس جاري کړل شوى.
چيف جسټس وويل بايد دنيب چارواکي دا جواز وړاندې کړي چې ولې دعدالت په احکاماتو عمل ونۀ شو.
چيف جسټس وويل دککړو کسانو په ضد دې چالان ولې نۀ وي اؤ ولې هغوي ونۀ نيول شول.
دنيب پراسيکيوټر جنرل کى کى اغا وويل بيورو په ارپي پي کيس کې دککړو کسانو په ضد پلټنې مکمل کړي.
چيف جسټس زياته کړه په ار پي پي کيس کې دحکم بنياد حکومتي دستاويزات دي او زياته يې کړه چې بايد دککړو کسانو په ضد دنيب دقوانينو لاندې مقدمه وچلول شي.
اغا وويل سپريم کورټ دمقدمې عدالت نۀ بلکې ائيني عدالت دى او زياته يې کړه چې عدالت په پلټنو کې مداخلت نۀ شي کولى.
داوريدنې په مهال دنيب چئيرمين ايډمرل(ر) فصيح بخاري عدالت ته وويل دوزيراعظم راجه پرويز اشرف پشمول دنورو ملزمانو په ضد دغه مقدمه کې ريفرنس دکلک ثبوت پرته جوړ کړل شوى.
هغه وويل په دغو کسانو قومي خزانې ته دزيان رسولوالزام نۀ ثابتيږي او پلټنيزو افسرانو په ريکارډ کې دځينو اړخونو څخه ډډه کړې ده.
دهغه وينا وه په عبوري تحقيق کې پلټنيزو افسرانو کلک ثبوتونه نۀ دي وړاندې کړي او که چرې ددغه راپور په اساس ريفرنس دائر کړل شو نو ملزمان به خوشې شي.
چيف جسټس افتخار محمدچوهدري وويل په دې کيس کې نومول شوي ځينې کسان ځان دهيواد دقوانينو څخه بالا گڼي او داړونده چارواکو څخه يې دککړو کسانو دنۀ نيولو په اړه وضاحت وغوښتو.
فصيح بخاري وويل دا تاثر چې گنې نيب دمقدمې پلټنې نۀ کوي سم نۀ دى.
دنيب لخوا په وړاندې شوي راپور عدالت دبې اطمينانۍ څرگندونه وکړه.
چيف جسټس پخپلو څرگندونو کې وويل دنيب راپور داسې تاثر ورکوي لکه چې دصفايۍ دوکيل لخوا تيار کړل شوى وي.
بينچ په دغه راپور دبې اطمينانۍ څرگندونه وروستو له هغې وکړه چې دججانو او نيب دچئيرمين ترمينځ گرم بحث وشو چې له دې وروستو دنيب پراسيکيوټر جنرل وويل عدالت دخپلو اختياراتو دحد څخه بهر اوځي.
ددې په ځواب کې چيف جسټس وويل دبينچ غړي ججان دي نۀ چې اغا.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG