لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنيټا وائي امريکا به دخپلو وگړو دتحفظ لپاره ټول ضروري گامونه اخلي


Algeria Kidnapping
Algeria Kidnapping
دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا دخالي په ورځ وئيلي دي چې امريکا به دالقاعده دخطرې څخه دخپلو خلکو دژوند دخوندي کولو لپاره ټول ضروري گامونه اخلي.
ښاغلي پنيټا دغه څرگندونې لندن ته ديو سفر په مهال دالجزائير ديرغمالۍ دبحران په حواله برټانوي خبري اژانس سره دخبرو په مهال کړي دي.
همدغه شان په يوه مرکه کې ددفاع وزير ليون پنيټا وئيلي دي کله چې ترهه گرو زمونږ وگړو ته خطره راولاړه کړې نو امريکا دغه معامله په سنجيدگۍ سره اخستې.
پنيټا زياته کړه باور نۀ کوي چې دترهه گرو دغه بريد په مالي کې دفرانسوي پوځ دمداخلت انتقام دى
دامريکا دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن هم الجزائير کې ديرغمال شوؤ کسانو په بحران دسختې انديښنې څرگندونه کړې او ددغو کسانو دژونددبچ کولو لپاره يې دالجزائير حکومت څخه دهررقم ممکن گام اخستو غوښتنه کړې ده.
دغه څرگندونې هغې دجاپان دنوي خارجه وزيرترڅنگ واشنگټن کې دجمعې په ورځ يوگډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال کړي دي، دالجزائير سرکاري ميډيا خبر ورکړى چې دپوځ په کارروايۍ کې دسيمه ييزو او غيرملکيانو پشمول لږ ترلږه 12 کسان وژل شوي دي.
امريکائي چارواکو دجمعې په شپه ناوخته پخلى کړى چې په وژل شوؤ کې يو امريکائي وگړى فريډرک بټاسيو هم شامل دى.
هيلري کلنټن صورتحال سخت مشکل او خطرناک گرځولى خو دهغې په قول دامنيتي انديښنو له امله هغه په دغه اړه نور تفصيلات نۀ شي ورکولى.
دهغې وينا وه امريکا لپاره ضروري ده چې دالجزائير او سيمې دنورو ائتلافي هيوادونو سره په شريکه دترهه گرۍ دمخنيوي هڅې لا پسې پراخه کړي.
له دې وړاندې دالجزائير سرکاري خبري ادارې وئيلي وؤ چې دتندلارو لخوا يرغمال نيول شوي خواؤشا 100 غيرملکيان راخوشې کړل شوي خو دديرشو څخه سيوا اوس هم دهغوي په قبضه کې دي.
دتيرې شورو په ورځ په درنو وسلو سمبالو جنگيالو دالجزائير او ليبيا دپولې څخه د 100 ؤ کلو ميټرو په فاصله قائم په سونا ټريچ نومې گيس فيلډ بريد کړى ؤ، چې پکې دچارواکو په وينا هغوي 132 غيرملکيان يرغمال نيولي وؤ.
دراپورونو ترمخه دالجزائير لخوا ددغو کسانو دراخوشې کولو لپاره امدادي کارروائي روانه ده او ځانگړي ځواکونه اوس هم دهاغو تندلارو سره په خبرو اترو بوخت دي چې ځينې غيرملکيان يې په قبضه کې دي.
دالجزائير تندلارو دامريکائي يرغماليانو دخوشې کولو لپاره امريکا کې دبندي پاکستاني نژاده ډاکټرې عافيه صديقي او دمصري نژاد شيخ عمر عبدالرحمان دخوشې کولو غوښتنه کړې ده.
دمورطانيه خبري ادارې اى اين ائي ته دترلاسه شوؤ گڼ شمير پيغامونوترمخه مختار بلمختار ډله وائي چې هغوي به امريکائي بنديان په امريکا کې دبندي دوؤ سترو بنديانو په بدله کې خوشې کوي.
ډاکټرې عافيه صديقي ته په افغانستان کې ديو امريکائي پوځي دوژلو په هڅه کال 2010م کې او شيخ عمر عبدالرحمان ته په نيويارک کې 1993 کې دبمي چاؤدنو په جرم کې سزا اورول شوې وه.
خو دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ دتندلارو دغه غوښتنه رد کړې او وئيلي يې دي چې امريکا دترهه گرو سره مذاکرات نۀ کوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG