لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم راجه اشرف : ترهه گرۍ پاکستان ته درانۀ زيانونه اړولي


دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف دجمعې په ورځ په قام دکورنو او بهرنو چيلنجونو دمقابلې لپاره ديو موټى کيدو غږ کړى.
اسلام اباد کې دعيدميلادالنبي په موقع يوې غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم راجه پرويز اشرف وويل ترهه گرۍ پاکستان ته سخت زيان اړولى او اوس څوک هم ځانونه خوندي نۀ گڼي.
وزيراعظم وويل اوس زمونږ سکولونه، کورونه او عبادت خانې خوندي نۀ دي، مونږ دويرې ديو مسلسل احساس سره ژوند کوؤ.
دهغه وينا وه وخت رارسيدلى چې اوس دصبر،زغم او اتحاد سره داجتماعي پوهې څرگندونه وشي.
وزيراعظم وويل اسلام دهاغه چا غندنه کوي څوک چې دتشدد ، ترهه گرۍ او تندلاريتوب ملاتړ کوي او هغوي په هاغه مذهب کې هيڅ ځايې نۀ لري ، کوم چې دامن او زغم لپاره غږ پورته کوي، او دغسې دپيغمبر(ص) او دقران دتعليماتو څخه څرگند دي.
ښاغلي اشرف وويل داسلام په جامه کې يو موټى عناصر دخپلې ځانگړې ايجنډې دنافذولو هڅې کوي ، هغوي نۀ يواځې دا چې په پاکستان کې بدامني پيدا کوي بلکې مذهب هم بدناموي.
هغه وويل دپيغمبر مقدس(ص) کوم پيروکار او يو ريښتونى پاکستانى ددغسې شيطاني رويې برخه نۀ شي جوړيدى.
وزيراعظم وويل نۀ خو پاکستانيان ترهه گر دي او نۀ دهغوي څخه ويريږي او دپيغمبرمقدس(ص) دتعليماتو څخه په لارښونې اخستو سره به هغوي بدو قوتونو ته ماتې ورکوي او دا به ثابتوي چې داسلام مطلب امن او زغم دى.
ديو مذهبي سکالر ددې پوښتنې په ځواب کې چې که چرې وزيراعظم دډرون بريدونو په ضد غږ پورته کړي نو ټوله ټولنه به يې ملاتړ وکړي، وزيراعظم وويل حکومت دغه معامله په ټولو نړيوالو فورمونو راپورته کړې ده.
هغه وويل مونږ تل وئيلي چې ډرون بريدونه (دستونزې) هوارى نۀدى او زياته يې کړه چې حکومت دترهه گرۍ دهاغو ټولو قسمونو غندنه کوي چې پکې بې گناه اولسي وگړي وژل کيږي.
وزيراعظم وويل په پاکستان کې دامريکا سفير ته ، چې هغه هم په دغه غونډه کې برخه لرله ، هم دحکومت له لوري ددغه شان جذباتو څرگندونه شوې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG