دپاکستان صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې هيواد کې به ټولټاکنې په مقرر شوي وخت او دائين سره سم ترسره کيږي او په دغه اړه به ديوې ورځې ځنډ هم نۀ رامينځته کيږي.
ايوان صدر څخه جاري شوي يو بيان کې صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې هاغه خلک چې غواړي ټولټاکنې دي وځنډيږي دمايوسۍ ښکار دي او چاته به هم په کومه بهانه دانتخاباتو دعمل دپاټلۍ څخه دغورځولو اجازت نۀ ورکول کيږي.
دصدر زرداري لخوا دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى دى چې په روانه اوونۍکې دتحريک منهاج القران دلانگ مارچ وروستو دهيواد په سياسي منظر کې دبې باورۍ پشان دفضاء پيدا کيدو په تناظر کې دحزب اختلاف گوندونو حکومت څخه دانتخاباتو دنيټې په فوري ډول داعلانولو غوښتنه کړې ده.
دمنهاج القران مشر طاهرالقادري دټولټاکنو څخه واندې انتخابي نظام کې داصلاحاتو دغوښتنو په ترڅ کې دتير اتوار په ورځ دلاهور څخه اوږدلاريون پيل کړى ؤ اؤ دهغه په زرگونو پلويان تر څلوروورځو پورې اسلام اباد کې دپارليمان څخه بهر احتجاجاً ناست وؤ.
ددغه اوږدلاريون او طاهرالقادري دغوښتنو په اړه اندازې کيدې چې دا به په هيواد کې دټولټاکنو دځنډ وجه جوړيږي خو دزيارت په ورځ دحکومت او ائتلافي گوندونو په غړو دمشتمل لس کسيز هيئت سره دکاميابو مذاکراتو وروستو يو تړون ترسره شو او دغه شان طاهرالقادري دخپل اوږدلاريون دخاتمې اعلان وکړو.
صدر زرداري پخپل دغه بيان کې داوږدلاريون معامله پرته دطاقت داستعمال څخه په پرامنه طريقې سره هوارول دجمهوريت او جوړجاړي دتگلارې گټه گرځولې ده.