فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
پوليس وائي دهنگو په دوابه تحصيل کې دبسونو ديوې اډې سره نزدې په دغه ځانمرگي بريد کې ٧ کسان وژل شوي اؤ ١٠ نور ژوبل شوي دي
دجمعې په غرمه دارزگان ولايت په ترين کوټ کې دپوليسو په يو ډائيننگ روم کې دپوليسو دريشۍ اغوستي يو تن دغه ځانمرگي دجمعې دنمونځ څخه وړاندې هاغه مهال وکړه کله چې په لسگونو عسکرو ډوډۍ خوړله
خپل دفتر کې ميډيا سره دخبرو په مهال داخله وزير چوهدري نثار علي خان وويل تر دې مهاله ددغه غونډې نيټه نۀ ده ټاکل شوې ، خو هغه دسياسي مشرانو سره رابطې شروع کړي دي
وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې هغه ددواړو ملکونو اړيکې نورې هم لوړول غواړي. دچين اؤ پاکستان تجارت تير کال ١٢ بلينو ډالرو ته رسيدلى ؤ اؤ هيله ده په راتلونکو دوؤ ، دريوؤ کلونو کې به دا پينځلسو بلينو ډالرو ته ورسيږي
يو بهرني خبري اژانس سره دنوم نۀ څرگندولو په شرط دافغانستان دسرحدي ځواکونو يو چارواکي دغه پيښه کې دپينځوؤ افغان سرحدي عسکرو دوژل کيدو اؤ ١٩ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى
په مصر کې دحزب اختلاف لخوا دسختو احتجاجونو وروستو مصري پوځ صدر مرسي داقتدار څخه لرې کړى اؤ تر دې مهاله ددغه هيواد په بيلا بيلو مقامونو دجشن پشان صورتحال دى
هلمند ولايت کې چاؤدنه هاغه مهال شوې کله چې دغو جينکو ديو تالاب څخه اوبۀ ډکولې، دوژل شوؤ جينکو عمرونه داوؤ نه د ددولسو کلونو ترمينځ دي
دامنيتي ځواکونو په اشاره يو مشکوک گاډى ونۀ دريدو، نو دپوځ له لوري پرې ډزې وشوې چې په دې گاډي کې دننه ناست تن دبارودو څخه ډک گاډى والوځولو
دپوځ مشر جنرال عبدالفتاح السيسي دحزب اختلاف دلبرل اؤ سيکولر گوندونو ترڅنگ دملک دمذهبي مشرانو په موجودگۍ کې په سرکاري ټي وي نيغ په نيغه وينا کې وئيلي دي چې دائيني عدالت دچيف جسټس په قيادت کې به عبوري حکومت په ټيکنوکريټس مشتمل وي
دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز چوهدري تيره ورځ پخپل اووۀ نيز بريفنگ کې وئيلي وؤ هغوي په ټولو هاغو ممکنه لارو چارو دغور کولو دژمنې پخلى کړى چې افغانستان کې دجوړجاړي اؤ امنيت په ټينگښت کې مددگار ثابتيدى شي
دجلوزو دکيمپ مشر عثمان خليل پخلى کړى چې دملگرو ملتونو دډبليو ايف پي، يو اين ايچ سي ار اؤ ډبليو ايچ او پشمول دنورو مقامي اؤ مدني اؤ روغتيا په اړه غيرحکومتي تنظيمونو دفترونو ته دخطرې له امله دتړل کيدو وينا شوې
دخارجه دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې دوزيراعظم ددغه لمړۍ سرکاري غيرملکي دورې په مهال به هغه سره دلوړې کچې يو هيئت هم ملگرى وى
وفاقي حکومت دمشرف په ضد ددغه مقدمې چلولو په اړه طريقه کار په ليکلي ډول سپريم کورټ ته وړاندې کړى اؤ بلخوا دپاکستان سپريم کورټ دپرويز مشرف په ضد دغدارۍ دمقدمې دچلولو په اړه په درخواستونو فيصله محفوظه کړې ده
بلخوا دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په کچلاک سيمه کې شوې يوه بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي
وفاقي حکومت تيره اوونۍ بجټ کې يو فيصد جنرل سيلز ټيکس تجويز کړى ؤ اؤ دپارليمان څخه دبجټ دمنظورۍ څخه دمخه يې ديو ارډيننس په ذريعه دغه اضافي ټيکس نافذ کړى ؤ ، چې هغې وروستو دپيټروليم مصنوعاتو نرخونه هم ددغه ټيکس لاگو کولو له امله خيژول شوي وؤ
دباجوړ دپوليټيکل انتظاميې يو عهديدار عبدالحسيب ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې په راکټونو اؤ وسلو سمبالو د10ؤ څخه زياتو تندلارو دزيارت په شپه ناوخته دباجوړ مرکزي سيمه خار کې ددوؤ قبائيلي مشرانو په کورونو بريد کړى
دپيښور دکليوالو سيمو دپوليسو مشر ايس پي شفيع الله خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي دغه ځانمرگي بريد هغه مهال وشو کله چې په حسينيه مدرسه کې خواؤشا٢٠٠ کسان دجمعې نمانځه ته ورټول شوي وؤ
دسندهـ اسمبلۍ غړى ساجد قريشي دجمعې دنمونځ دادا کولو وروستو کور ته روان وؤ چې نامعلومو وسله والو دهغه په گاډي دکراچۍ په نارتهـ ناظم اباد سيمه کې ناتاره ډزې وکړې
دزيارت په ورځ ميډيا ته د اووۀ نيز احوال تيرولو په وخت دبهرنو چارو ددفتر وياند وويل پاکستان دافغانانو په مشرۍ په دغه هيواد کې دجوړجاړي دعمل مکمل ملاتړ کوي اؤ زياته يې کړه چې په دغه عمل کې ټولې خواوې شاملول پکار دي
افغان حکومت دشورو په ورځ په قطرکې دطالبانو دپرانستل شوي سياسي دفتر په نوم دسخت احتجاج کولو په ترڅ کې امريکا سره دامن دخبرو ځنډولو اعلان کړى ؤ.
نور کتل