لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کيري: قطر کې دطالبانو ددفتر څخه داسلامي امارت بورډ کوز کړل شوى دى


په قطر کې دطالبانو په سياسي دفتر دافغانستان داسلامي امارت دنوم ايښودو په معامله دافغان حکومت دخفگان وروستو دامريکا دبهرنو چارووزير افغان صدر حامد کرزي ته ډاډ ورکړى چې دقطر حکومت دطالبانو ددفتر څخه داسلامي امارت بورډ کوز کړى دى.
افغان حکومت دشورو په ورځ په قطرکې دطالبانو دپرانستل شوي سياسي دفتر په نوم دسخت احتجاج کولو په ترڅ کې امريکا سره دامن دخبرو ځنډولو اعلان کړى ؤ.
په قطر کې دطالبانو په دفتر سپين بيرغ اودرول شوى اؤ ورته دافغانستان داسلامي امارت دنمائندگۍ نوم ورکړل شوى ؤ.
افغان حکومت ددغه نوم سره له دې امله اختلاف ښودلى ؤ، چې دطالبانو دواکمنۍ په دوره کې به افغانستان ته دافغانستان اسلامي امارت نوم اخستل کيدو.
ټاکل شوې وه دزيارت په ورځ به په قطر کې دطالبانو، افغان حکومت اؤ امريکا ترمينځ خبرې اترې کيږي، خو دطالبانو ددفتر په نوم درامينځته شوي جنجال له امله ددغه خبرو سرنوشت لا معلوم نۀ دى.سسسس
دصدر حامد کرزي ددفتر څخه دزيارت په ورځ په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري دافغان صدر حامد کرزي سره ټيليفوني خبرو کې په رامينځته شوي وروستي وضعيت خيالات تبادله کړي دي.
سرچينې وائي په دغه خبرو اترو کې دامريکا دبهرنو چارو وزير افغان صدر ته په ډاگه کړې چې دقطر حکومت دطالبانو ددفتر څخه داسلامي امارت هاغه بورډ کوز کړى چې افغان حکومت پرې نيوکه لرله.
دسرچينو په وينا جان کيري افغان صدر ته ډاډ ورکړو چې دامريکا حکومت افغانستان سره پخپلو کړو ټولو ژمنو کلک ولاړ دى اؤ ډير زر به نۀ يواځې امريکا بلکې دقطر حکومت هم په دوحه کې دطالبانو دپرانستل شوي دفتر په اړه خپلې اعلاميې جاري کړي.
دصدر کرزي ددفتر لخوا په خپور کړل شوي بيان کې وئيل شوي جان کيري سره په خبرو کې افغان صدر له هغه وغوښتل چې داسلامي امارت دبورډ دلرې کولو خبر بايد په نړيواله کچه خپور کړل شي.
دبيان له مخې صدر کرزي پخپلو خبرو کې په ډاگه کړه چې قطر کې دطالبانو ددفتر دپرانستې په اړه دخلکو زيات منفي غبرگونونه مخې ته راغلي دي.
بل لوري ته افغان چارواکي وائي په قطر کې دطالبانو ددفتر څخه يواځې داسلامي امارت بورډ کوزول کافي نۀ دي.
دافغانستان دامنيتي شورا غړي محمد اسماعيل قيسيميار برطانوي خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي دافغان حکومت له لوري په خبرو کې برخه اخستونکي استازي دطالبانو په هاغه بيان سختې نيوکې لري ، چې ددفتر پرانستو څخه وروستو طالبانو جاري کړى ؤ.
طالبانو پخپل دغه بيان کې وئيلي ؤ ، چې هغوي به دبهرنو ادارو لکه ملگرو ملتونو سره هم تماسونه نيسي.
دقيسيميار په وينا په دوحه کې دطالبانو دفتر په داسې انداز پرانستل شوى، لکه چې هغه دطالبانو دبهرنو چارو دفتر وي اؤ بهرنۍ نړۍ سره دتماسونو نيولو دپاره يې دغه دفتر پرانستى وي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG