لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دافغان جوړجاړي په عمل کې يې هره مرسته کړې ده


دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز چوهدري وائي افغانستان کې دجوړجاړي دعمل برياليتوب ته رسولو دپاره پاکستان هرقسمه ممکنه مرسته کړې ده.
دزيارت په ورځ ميډيا ته د اووۀ نيز احوال تيرولو په وخت دبهرنو چارو ددفتر وياند وويل پاکستان دافغانانو په مشرۍ په دغه هيواد کې دجوړجاړي دعمل مکمل ملاتړ کوي اؤ زياته يې کړه چې په دغه عمل کې ټولې خواوې شاملول پکار دي.
هغه وويل په افغانستان کې دامنيت دټينگښت باوري کولو لپاره پاکستان دامريکا اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو هم ملاتړ کوي.
وياند وويل قطر کې دطالبانو ددفتر پرانسته دقطر دحکومت ، امريکا اؤطالبانو ترمينځ معامله ده.
دهغه وينا وه په دوحه کې چې به کومې خبرې اترې کيږي، هغه دافغان جوړجاړي دعمل برخه ده.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دپاکستان دخارجه دفتر وياند وويل تر دې مهاله په پاکستان کې دبندي طالبان مشر ملا برادر دخوشې کولو په معامله خبرې اترې نۀ دي شوي.
همدغه شان دپاکستان په قبائيلي سيمو دامريکا دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو دميزائيلي بريدونو په اړه اعزاز احمدچوهدري وويل ډرون بريدونه دپاکستان دعلاقائي سالميت څخه سرغړونه ده.
دهغه وينا وه پاکستان امريکا سره دډرون بريدونو معامله په هرکچ راپورته کړې اؤ ددې داودرولو لپاره به خپلې هلې ځلې دوامداره ساتي.
دپاک ايران گيس پائپ لا ئن په حواله دخارجه دفتر وياند وويل هيواد کې دانرژۍ په بحران دقابو موندلو لپاره به دغه منصوبه عملي کولى شي.
همدغه شان پاکستان ته دامريکا دخارجه وزير جان کيري ددورې په اړه هغه وويل چې دغه دوره ځنډول شوې نۀ چې منسوخ کړل شوې اؤ په دغه حواله به دنوې نيټې اعلان ډير زر وکړل شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG