دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې وسله والو جنگيالو دوه حکومت پلوه قبائيلي مشران وژلي دي.
دباجوړ دپوليټيکل انتظاميې يو عهديدار عبدالحسيب ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې په راکټونو اؤ وسلو سمبالو د10ؤ څخه زياتو تندلارو دزيارت په شپه ناوخته دباجوړ مرکزي سيمه خار کې ددوؤ قبائيلي مشرانو په کورونو بريد کړى.
هغه وويل دتندلارو په دغه بريد کې دوه حکومت پلوه قبائيلي مشران وژل شوي اؤ دوه عسکر ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي ددغو قبائيلي مشرانو په کورونو راکټونه داغل شوي دي.
دپاکستان په زياتره په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد سيمه ييزې امن لښکر جوړې کړل شوي چې حکومت يې هم ملاتړ کوي.
بلخوا دقبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ دپنډيالۍ تحصيل په حاجي کور سيمه کې يو سرکاري پرائمري سکول په بمونو الوځل شوى شو دى.
بلخوا دپاکستان پوځ پخپل يو جاري کړي بيان کې وئيلي دي چې دخيبر ايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه باغ ميدان سيمه يې دترهه گرو څخه ديوې پوځي کارروايۍ په ترڅ کې پاکه کړې ده.
په ١٨ مارچ دباغ ميدان اؤ نزدې نورو سيمو څخه پنځوسو زرو څخه زياتو خلکو محفوظو ځائيونو ته وروستو له هغې کډې کړې وې چې طالبانو په سيمه قبضه وکړه، دپاکستان پوځ ادعا کړه چې دتيراه باغ ميدان سيمه يې يوځل بيا تر خپلې ولقې لاندې راوستې ده.
دتيرې مياشتې په نيمائي کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد تيراه کې عمليات پيل کړي وؤ اؤ دسيمې دکنټرول کولو وروستو امنيتي ځواکونو دغه عمليات پايې ته رسولي دي.
دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني هم دزيارت په ورځ دتيراه دوره کړې ده.
په دغه مهال جنرال کياني دسيمې څخه دبهرنو جنگيالو پشمول دترهه گرو په پاکولو دامنيتي ځواکونو ستائينه کړې ده.
جنرال کياني وئيلي دي چې دسيمې خلک په پرامنه توگه دژوند دتيرولو جوگه کولو لپاره به ټول ضروري گامونه اخستل کيږي.
په دغه مهال دپيښور کورکمانډر ليفټننټ جنرل خالد رباني هم دپوځ دسرلښکر سره ملگرى ؤ.