لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : دايم کيو ايم دصوبائي اسمبلۍ غړى وژل شوى


دجمعې په ورځ دپاکستان دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې نامعلومو وسله والو دمتحده قومي موومنټ سره تعلق لرونکى دسندهـ دصوبائي اسمبلۍ يو غړى ساجد قريشي سره دخپل ځوې وژلى دى.
دسرچينو ترمخه دسندهـ اسمبلۍ غړى ساجد قريشي دجمعې دنمونځ دادا کولو وروستو کور ته روان وؤ چې نامعلومو وسله والو دهغه په گاډي دکراچۍ په نارتهـ ناظم اباد سيمه کې ناتاره ډزې وکړې.
سرچينې وائي دډزو په دغه پيښه کې دمتحده قومي موومنټ ايم پي اى په موقع مړ شوى اؤ دهغه ځوې سخت ژوبل شوى ؤ، ، خو وروستو هغه هم دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.
دسندهـ گورنر ډاکټر عشرت العباد دپيښې نوټس اخستى اؤ دسندهـ دانسپکټر جنرل څخه يې په دغه اړه راپور غوښتى. ساجد قريشي دکراچۍ څخه دسندهـ اسمبلۍ په چوکۍ پي ايس -١٠٣ بريالى شوى ؤ.
دپيښې وروستو سيمه کې سخته ويره ترهه خوره شوې اؤ دوکانونه اؤ مارکيټونه تړل شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG