دپاکستان په ناقراره صوبه بلوچستان کې دزيارت په سحر دنامعلومو وسله والو په ډزو لږ ترلږه 10 کسان وژل شوي دي.
دسرچينوترمخه دکوئټې په مستونگ سيمه کې په موټر سائيکل سورو وسله والو کسانو دسړک په جوړولو پرجوړولو بوختو مزدورانو ناتاره ډزې کړي چې له امله يې 10 مزدوران وژل شوي دي.
دسيمه ييزو چارواکو ترمخه دوژل شوؤ مزدورانو تعلق دپښتنو قبائيلو سره دى او بريد کوونکي دډزو وروستو په تيښته کې بريالي شوي دي.
دپيښې وروستو سيمې ته دليويز او پوليس عسکر رسيدلي او سخت امنيتي گامونه اخستل شوي دي.
تر دې مهاله چا ددغه بريد ذمه واري په غاړه نۀ ده اخستې خو په تيرو وختونو کې بلوڅ بيلتون خوښو ددغه شان بريدونو مسؤليت په غاړه اخستى.
بل خوا دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې ديوې بمي چاؤدنې او مارټر دگولې پريوتو له امله ديوې کورنۍ دڅلورو کسانو پشمول 9 کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دزيارت په سحر دلنډي کوتل تحصيل په لرې پرته سيمه تيراه کې دتوحيد اسلام امن تنظيم غړي دمعمول په گزمه بوخت وؤ چې دهغوي گاډى دسړک په غاړه دښخ بم سره ټکر شو، ددغه چاؤدنې له امله دياد شوي تنظيم پينځه غړي وژل شوي دي.
سرچينې وائي دچاؤدنې په نتيجه کې گاډى په مکمله توگه تباه شوى او دپيښې وروستو امنيتي ځواکونو دلټونې عمليات هم پيل کړي دي.
بل لوري ته دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې په يو کور دمارټر دگولې پريوتو له امله ديوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي اودوه ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دنامعلوم لوري څخه دمارټر دغه گوله په اکاخيل سيمه کې دحاجي سيد کريم نومې تن په کور پريوتى.