د افغان پولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لنډي کوتل بازار کې ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 25 کسان وژل شوي او د50ؤ څخه زيات ژوبل شويدي.
يو سيمه ييز انتظامي چارواکي ارشاد خان ددغه چاؤدنې په اړه وئيلي دي د چاؤدنې ظاهري هدف دحکومت پلوه ذخه خيل قبيلې غړي وؤ.
دخيبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ مطهرزيب خبريالانو سره خبرو کې د 25ؤ کسانو د وژل کيدو پخلىکړى دى اؤ وئيلي يې دي تر 30ؤ زيات کسان په دغه چاودنه کې ژوبل شوي هم دي خو ازادې سرچينې د ژوبلو شميره د 50ؤ څخه زياته ښايي.
د سيمه ييزو چارواکو او عيني شاهدانو وينا ده په چاودنه کې دلنډي کوتل تحصيل دمرکزي بازار سره پيوست اډه کې دذخه خيل قبيلې سيمې ته تلونکى گاډى په نخښه کړل شوى.
چارواکي وايي د چاودنې څخه وروستو په يو دوکان کې دګاز سلينډر چاوديدو چې لۀ امله يې په نورو دوکانونو هم اور ولگيدو اؤ په لويه پيمانه يې تباهي رامينځته کړه.
تردې مهاله کومې تندروه ډلې ددغه چاودنې پړه په غاړه نۀ ده اخستې.
خيبرايجنسۍ کې د تندلارو په ضد ذخه خيل قبائيلو يو دامن لښکر جوړ کړى ، له دې وړاندې هم په بيلابيلو وختونوکې ددغه قبيلې مشران او غړي په نخښه کړل شوي.
په وژل شوؤ کې ماشومان هم شامل دي.
دچاؤدنې په مهال لنډي کوتل بازار کې په لويې شمير کې خلک موجود .
دچاؤدنې له امله 12 دوکانونه او 10 گاډي هم تباه شوي دي .
په ژوبل شوؤ کې زياتره هاغه ماشومان دي چې دچاؤدنې په مهال دسکول څخه بيرته خپلو کورونو ته روان وؤ.
ژوبل کسان دپيښور او لنډي کوتل روغتونونو ته رسول شوي چې دغلته هم دځينو حالت سخت ښودل شوى او له دې امله دمړو په شمير کې داضافې انديښنه ده.
دخيبرايجنسۍ بيلا بيلو تحصيلونو کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو کارروائيو کې اضافه شوې او د تندلارو په ضد دعملياتو له امله په گڼ شمير کې کډوال خوندي سيمو ته رسيدلي دي.
خيبرپښتونخوا او ورسره پيوست قبائيلي سيمو کې په اوسنو ورځو کې دتندلارو له لوري دتشدد پيښو کې اضافه راغلې.
تيره اوونۍ دپيښور څخه چارسدې ته تلونکي دسرکاري ملازمانو په يو بس بمي چاؤدنه کې دښځو او ماشومانو پشمول لږ ترلږه 21 کسان وژل شوي وؤ.
خيبرايجنسي : بمي چاؤدنه کې 25 کسان وژل شوي دي
