د پاکستان د کونیو چارو وزیر رحمان ملک د زیارت په ورځ سینیټ ته ویلي لشکر جهنگوي او بلوچستان لبریشن ارمي په بلوچستان کې د وراني ذمه واردي.
د پاکستاني پارليمان برني ايوان يعنې سينيټ ته د حال احوال تيرولو په مهال رحمان ملک زیاته کړه چې د بلوچستان بدامنۍ کې غيرقانوني تندرويه ډله لشکرجهنگوي لاس لري.
نوموړي وويل هاغه قوتونه چې پاکستان بې ثباته کول غواړي يوه تگلاره يې جوړه کړې او زياته يې کړه چې په بلوچستان کې دطالبانو دموجوديت څخه انکار نۀ شي کيدى.
هغه وويل لشکرجهنگوي او بلوڅ لبريشن ارمي( بي ايل اى) پخپلو کې اړيکې لري.
دهغه وينا وه د مړينې د زياترو پيښو ذمه واري بلوڅ لبريشن ارمي اغستې.
رحمان ملک زياته کړه براهمداغ بگټي دزياترو خلکو په وژنو او تښتونو کې ککړ دى.
سینیټر رحمان ملک د سينيټ چئيرمين څخه وپوښتل چې د انټر سروسز انټلي ايجنسۍ( ائي ايس ائي )، خارجه دفتر، داخله وزارت او پخپله د هغه دغوښتو لپاره دې نيټه وټاکي.
ښاغلي ملک وويل د تورونو لوبه به نۀ لوبوي بلکې حقيقتونه به مخې ته راوړي او دغسې به دپوره ذمه وارۍ او شفافيت سره کوي.
چئيرمين ته د بريفنگ ورکولو په مهال د هغه وينا وه « داسې زيات څيزونه دي چې هغه تاسو ته په ريکارډ وايم او داسې ډير څيزونه دي چې په پرانستي ايوان کې به زۀ دهغې دوئيلو جوگه نۀ يم».
رحمان ملک پخپلو خبرو کې د سيمې دسياسي صورتحال، امنيتي وضعې او د نړیوال طاقت د لوبې يادونه وکړه او زياته يې کړه چې دوي بلوچستان نۀ شو بيلولى.
د هغه وينا وه کله چې هغه په کيمرا دغه بريفنگ به ورکوي، نو دوي به پوهه شئ چې هغوي سره څه کيږي او تر کومه حده ددې موازنه د مشرقي پاکستان سره کيدى شي.
هغه وويل تفصيلات به ورکوي او که چرې دغه تفصيلات د چئيرمين لپاره کافي نۀ وؤ نو په سبا به هغوي ته دبريفنگ ورکولو لپاره بيا راځي.
دکورنو چارو وزير وويل غواړي چې په کيمرا بريفنگ ورکړي او پوښتنو ته ځواب ووائي، دا ووائي چې دوي سره په بلوچستان کې څه کيږي.