د پاکستان په بلوچستان صوبه کې نن د اتوار په ورځ د بلوڅ قام پرست مشر نواب اکبر خان بگټي د وژنې شپږم کال نمانځلو په لړ کې کاربندیز وو، کاروبارونه تړل شوې وو او په سړکونو د لارو مټرو تگ راتگ کم وو.
رپورټونه وائي د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه په مکمله توگه بند وو او په لارو کوڅو کې د ایف سي ځواکونه په لویه شمیره کې پرځائې کړی شوې وو.
د پاکستان دډان ورځپاڼې ترمخه، د بلوچستان په خضدار، مستونگ، جعفر آباد، سبي،خاران، گوادر، تربت او د بلوڅ اکثریت په نورو سیمو کې هم په مکمل توگه کاربندیز وو.
نواب اکبر بگټي سره د ٣٠ ؤ نه زیاتو خپلو پلویانو د کال ٢٠٠٦ د اگست په ٢٦مه نیټه په پوځي کاروائي کې په داسې مهال وژل شوی وو چې د مرکزي حکومت سره يي د بلوچستان د حقوقو په سر سخت اختلافات رامنځته شوې وو. حکومت په هغه په حکومتي شته منو د حملو الزام لگولی وو او د بگټي د پلویانو وینا وه چې مرکزي حکومت دي بلوچستان ته خپلو د قدرتي وسیلو پوره حقوق ورکړي.
د نواب اکبر بگټي د وژنې د شپږم کال په مناسبت جمهوري وطن پارټۍ او بلوچ ریپبلیکن گوندونو د کاربندیز او د احتجاجونو اعلان کړی وو. د صوبې نورو گوندونو هم د کاربندیز ډله کړې وه.
نواب بگټي د بلوچستان عالی' وزیر، گورنر او د قامي اسمبلۍ غړی هم پاتې شوی وو.
د وژل کیدو ورستو نواب اکبر بگټي په خپله پلرنۍ سیمه ډیره بگټي کې په داسې مهال ښخ کړی شو چې د هغه د کورنۍ غړو احتجاجاً د هغه په جنازه کې برخه وانخسته. حکومتي د هغه مړی د هغه کورنۍ ته نه وو سپارلی او په خپله ولکه کې یي خاورو ته وسپارلو.