لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : د جيټ الوتکو بمباری او نښتو کې 23 جنگيالي وژل شوي


 د خيبرايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيراه په سراويلا نومې سيمې کې دتندلارو په ځالو ترسره شوې دغه گوله بارۍ کې 20 جنگيالي وژل شوي او دهغوي درې ځالې هم تباه کړل شوي دي
د خيبرايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيراه په سراويلا نومې سيمې کې دتندلارو په ځالو ترسره شوې دغه گوله بارۍ کې 20 جنگيالي وژل شوي او دهغوي درې ځالې هم تباه کړل شوي دي

د خالي په ورځ دافغان پولې ترڅنگ د پاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دجيټ الوتکو لخوا دتندلارو په شکمنو ځالو ترسره شوې بمباری او د امن لښکر سره دتندلارو نښته کې لږ ترلږه 23 جنگيالي وژل شوي دي.
د خيبرايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيراه په سراويلا نومې سيمې کې دتندلارو په ځالو ترسره شوې دغه گوله بارۍ کې 20 جنگيالي وژل شوي او دهغوي درې ځالې هم تباه کړل شوي دي.
په ازاده توگه دجيټ الوتکو لخوا دترسره شوې دغه گوله بارۍ او پکې تندلارو ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ دى شوى.
دکوکي خيل امن لښکر غړو هم دتندلارو په شکمنو ځالو بريدونه کړي دي، په دغه مهال نښتو کې درې تندلاري او دامن لښکر يو غړى وژل شوى دى.
اخوا دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په زخه خيل علاقه کې دتوحيدالاسلام تنظيم غړو يو ځانمرگي بريد کوونکى نيولى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG