اوبامه انتظامیې حقاني نیټ ورک په رسمی توګه یو بهرنۍ ترهګره ډله ګرزولی

رپورټ وایی حقاني ډله د بهرنی ترهګر ډلی ګرزولو په معیار پوره ده

د صدر اوبامه انتظامیې د پاکستان په قباییلي سیمه کښې میشت حقاني نیټ ورک په رسمی توګه یو بهرنۍ ترهګره ډله ګرزولی. خارجه وزیری هیلری کلنټن روس کښې د یو سیمه ایز کانفرنس غونډی لپاره روانیدو وړاندی په برونایی کښې دغه رپورټ لاس لیک کړې چی په امریکايی کانګریس کښې به وړاندې کولې شي. رپورټ وایی حقاني ډله د بهرنی ترهګر ډلی ګرزولو په معیار پوره ده. چارواکی وايی میرمن کلنټن د وړاندی نه دغه مسله د خپل پاکستانی هم سیالانو او د انتظامیی خصوصی استاذی مارک ګروس مین سره پدغه مسله خبری کړی او طمع ده نن به پاکستانی مشران پدغه مسله خبر کړی. امریکایی چارواکي وایی د حقانی نیټ ورک افغانستان کښې په ناټو او افغان ځواکونو د خونړی بریدونو لپاره ذمه واره ده.
دخارجه محکمې او يو شمير پوځي چارواکو وينا ده چې ددې سره به په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو کې ددغه ډلې دپيسو جمع کولو هلو ځلو ته زيان ورسيږي او ورسره به دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو لپاره په پاکستان فشار هم سيوا شي.
خو بيا دسپينې ماڼۍ او نورو لوړپوړو چارواکو په دې اړه ژور تحفظات څرگند کړي چې په دبليک لسټ کولو سره به ددغه ډلې دشاملولو سره به پاکستان سره دوړاندې څخه دتاؤتريخوالي ښکار اړيکې نورې هم خرابې شي، طالبانو سره روانو دامن خبرو اترو ته به زيان ورسيږي او دتندلارو لخوا دنيول شوي يواځيني امريکائي عسکر Sgt. Bowe Bergdahl, ژوند ته به خطره راولاړه شي.
دنوم نۀ څرگندولو په شرط يو انتظامي چارواکي وويل ددې مطلب دا دى چې مونږ ددغه ډلې دمخنيوي لپاره هر څه کاروؤ.
يو بل انتظامي چارواکي وويل ددې مطلب دحقاني نيټ ورک دجنگيالو په ضد دجگړې په اړه زمونږ دارادې يوه مضبوطه اشاره ده.
دملي امنيتي کونسل او خارجه محکمې ويندويانو په دغه فيصله دتبصرې څخه انکار کړى خو دزيارت په ورځ څلوروانتظامي چارواکو وئيلي دي حکومت په دغه اړه مخ په وړاندې روان دى.
دترهه گرۍ دمخنيوي دچارواکو اوپه افغانستان کې دنيټو ځواکونو دکمانډر جنرال جان ار ايلن پشمول امريکائي پوځي مشرانو وئيلي دي ددغې ډلې بليک لسټ کول اوليت دى.
دخارجه محکمې يو لوړپوړي چارواکي وئيلي دي څنگه چې خارجه وزيرې په روانه اوونۍ کې په ياده کړې وه ، هيله کيږي هغه به دستمبر په 7مه نيټه نن دحقاني نيټ ورک په اړه کانگريس ته راپور ليږي او په دغه اړه به دخپلې پريکړې اعلان کوي.