لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استخباراتي چارواکو دبدرالدين حقاني دوژنې تصدیق کړى


شمالی وزیرستان کې پرځائې د پاکستاني پوځ دسته
شمالی وزیرستان کې پرځائې د پاکستاني پوځ دسته
پاکستاني استخباراتي چارواکو تصدیق کړى دى چې تيره هفته دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې د حقاني نيټ ورک دباني ځوې بدرالدين وژل شوى دی.
بدرالدين حقاني داگست په ٢۴مه نيټه دشمالي وزيرستان په شوال نومې سيمه کې دتندلارو په مرکزونو ترسره شوؤ دډرون دريوؤ بريدونو څخه په يو کې وژل شوى ؤ.
دغو پاکستاني استخباراتي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط دا نۀ ده په ډاگه کړې چې په کوم بريد کې بدرالدين حقاني وژل شوى ؤ خو وئيلي دې کله چې هغه دخپل مرکز څخه بهر وتلو نو په دغه مهال پرې دډرون څخه ميزائيلونه وداغل شول.
له دې وړاندې دافغانستان استخباراتي شبکې دبدرالدين دوژنې پخلى کړى ؤ، خو په دغه اړه يې نور تفصيلات نۀ وؤ ورکړي.
دجلال الدين حقاني لخوا جوړ کړل شوي تندروه تنظيم حقاني نيټ ورک لپاره دبدرالدين حقاني وژنه يوه ستره ضربه گڼلى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG