د امريکا خارجه محکمه وائي دامريکائي کانگريس له لوري دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک په هلو ځلو دسختو تحفظاتو دڅرگندونې وروسته د دې د ترهه گريزې ډلو په گرځولو غور روان دى.
که هر څو په تيرو وختونو کې څو ځله امريکائي چارواکو پاکستان څخه دحقاني نيټ ورک دجنگيالو په ضد دعملياتو غوښتنه کړې خو پخپله اوباما انتظاميې تر دې مهاله ددغه ډلې نوم دترهه گريزو تنظيمونو په فهرست کې شامل کړى نۀ دى.
تيره اوونۍ امريکائي صدر براک اوباما دقانون په هاغه مسوده لاسليک کړى ؤ دهغې ترمخه دامريکا دبهرنو چارو وزيره هيلري کلنټن ته په يوه مياشت کې ددې خبرې تعين کول دي چې ايا حقاني نيټ ورک ديوې ترهه گريزې ډلې په تعريف پوره خيژي که نه؟
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ دنهې په ورځ په واشنگټن کې خبريالانو سره دخبرو په مهال وويل مونږ دحقاني نيټ ورک دهلو ځلو په اړه دکانگريس دتحفظاتو سره متفق يو.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا خارجه وزيره هيلري کلنټن به حقاني نيټ ورک يو ترهه گريز تنظيم وگرځوي ، وکټوريه نولينډ وويل تاسو ته معلومه ده چې مونږ دحقاني نيټ ورک گڼ شمير کسان ترهه گر گرځولي دي،صدر دحقاني نيټ ورک په اړه په قانون دتيرې جمعې په ورځ لاسليک کړى، دقانون لاندې دحقاني نيټ ورک په اړه درايې ورکولو لپاره خارجه وزيره په لاس کې دديرشو ورځو وخت لري اودغه وخت اوس پيل شوى، هغه ددغه معاملې جاج اخلي.
هغه وويل دپاکستان دننه اودپولې پورې غاړې چې دحقاني نيټ ورک له لوري کومه خطره پيښه ده په هغې مونږ انديښمن يو.
دامريکا سينيټ او داستازو ايوان پخپلو قراردادونو کې دخارجه محکمې څخه دحقاني نيټ ورک دترهه گريزو تنظيمونو په فهرست کې دشاملولو غوښتنه کړې وه چې ددې سره به نۀ يواځې دا چې ددغه ډلې اثاثې منجمد شي بلکې مالي مرسته به يې هم جرم وي.