لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د لشکرطيبه او حقاني دجنگيالو په ضد کارروائي نۀ کوي


د يو نوي امريکائي راپور ترمخه که هر څو دپاکستان حکومت دالقاعده او پاکستاني طالبانو دتحريک په ضد هلو ځلو کې يو مهم ملگرى دى خو دلشکرطيبه پشان دډلو په ضد کوټلې مرسته نۀ کوي، ددې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دترهگرو ډلو خوندي ځائيونه اوس هم شته.
دامريکا دخارجه محکمې له لوري دنهې په ورځ دترهگرۍ په نړيوال صورتحال جاري شوي يو راپور کې القاعده داسامه بن لادن دوژل کيدو باوجود يوه خطره گرځول شوې او وئيل شوي دي چې دغه تنظيم دپاکستاني طالبانو دتحريک او حقاني نيټ ورک پشان د نورو ترهگرو ډلو سره خپل تماسونه پياوړي کوي.
دراپور ترمخه دغه ډلې القاعده ته امداد او وسيلې هم ورکوي.
دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دترهگريزو او تندروه ډلو دخوندي ځائيونو په حواله راپور کې وئيل شوي دي چې ددغو ځائيونو څخه افغاني طالبان، لشکرطيبه او دحقاني نيټ ورک جنگيالي دسيمې په نورو هيوادونو کې دبريدونو منصوبه بندي کوي او دپاکستاني طالبانو تحريک دپاکستان دننه هدفونه په نخښه کوي.
دراپور ترمخه تندلارو دپاکستان دننه هم دداسې خلکو په ضد محاذ پرانستى ؤ چې دهيواد دقوانينو، او په ځانگړې توگه دتوهين رسالت قوانينو کې يې بدلون غوښتو، په هغوي کې دپنجاب گورنر سلمان تاثير او داقليتي چارو پخوانى وزير شهباز بهټي شامل دي.
راپور کې وئيل شوي دي که هر څو دپاکستان پوځ دالقاعده او پاکستاني طالبانو دتحريک پشان دترهه گريزو ډلو په ضد کارروايۍ گامونه اخستي دي خو دنورو ډلو لکه حقاني نيټ ورک او لشکرطيبې په ضد کوټلې کارروائي نۀ کوي او دپاکستاني پارليمان، سپريم کورټ او قانون پځايې کوونکو ادارو پام تير کال کراچۍ او دهيواد نورو سيمو کې دسياسي او فرقه ييزو وژنو لوري ته ؤ.
راپور کې دا هم وئيل شوي دي چې افغانستان کې استعماليدونکي تر ټولو خونړۍ وسلې يعنې دکورنو جوړو شوؤ بمونو په تيارۍ کې کارول کيدونکي مواد لکه کيلشيئم امونئيم نائيټريټ څره او پوټاشئيم کلوريټ هم دپاکستان څخه په غيرقانوني ډول ځي.
ددې ترڅنگ دهيواد دوزيراعظم د غوښتنو باوجود هيواد کې دترهه گرۍ په ضد قوانين مضبوط نۀ دي جوړ کړل شوي او په هيواد کې دترهه گرۍ مقدمو کې دبري کيدونکو کسانو کچه ډيره زياته ده يعنې 85 فيصده.
په دغه راپور کې وئيل شوي دي گڼ شمير داسې تنظيمونه چې ملگرو ملتونو غيرقانوني گرځولي هغه په پاکستان کې په نوؤ نومونو سره فعاله دي او تر مالي وسيلو پورې رسد هم ترلاسه کوي.
بل لوري ته په راپور کې دهاغو هڅو يادونه هم شوې چې پاکستاني حکومت دترهه گرۍ په ضد يا تندلاريتوب دخوريدو مخنيوي لپاره په تير يو کال کې کړي، دمثال په توگه دداسې نوؤ قوانينو پرځايې کول چې دهغې لاندې امنيتي ځواکونه دجنگ په حالت کې خلک نيولى شي او ددې ترڅنگ دا هم منل شوې ده چې په دغو قوانينو دبشري حقونو تنظيمونه اعتراض کوي.
قبائيلي سيمو، کرمه، مومند، اورکزو ، شمالي ووزيرستان او دخيبرپښتونخوا بيلا بيلو سيمو کې دپاکستاني پوځيانو کارروايۍ مهمې گرځول شوي او راپور کې وئيل شوي دي چې ددغو سيمو څخه په زرگونو جنگيالي نيول شوي.
دراپور ترمخه پاکستان دتندلاريتوب او ترهه گرۍ دمخنيوي لپاره گڼ شمير هڅې کړي ، دبيلگې په توگه دافغاړنستان او ترکې سره په سيمه ييزو تړونونو لاسليک او داطلاعاتو دوزارت له لوري اولس کې دشعور بيدارولو پروگرام وغيره.
دافغانستان په اړه راپور کې وئيل شوي دي چې افغانستان کې 2014م کې دنيټو ځواکونو دواپسۍ دخبر څخه وروستو بريدونه تُند شوي، دجنورۍ څخه نومبر 2011م پورې يواځې کابل کې 50 بريدونه ترسره شوي وؤ او نور بريدونه افغاني او دايساف ځواکونو ناکامه کړي وؤ، په افغانستان کې زياتره وژنې دکورنو جوړو شوؤ بمونو له امله رامينځته کيږي.
راپور کې دا هم وئيل شوي دي چې په غيرملکي پوځونو دمنظمو بريدونو ترڅنگ داسې هوټلونه او ودانۍ هم په نخښه شوي چې ورته به دلويديزو هيوادونو وگړي ورتلل.
همدغه شان راپور وائي تير کال دامن جرگې دمشر او پخواني افغان صدر برهان الدين رباني دوژل کيدو وروستو دافغانستان حکومت ځينې داسې گامونه اخستي چې په نتيجه کې به يې ترهه گرو لپاره راتلونکي کې دخپلو هلو ځلو دوامداره ساتل گران شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG