کراچۍ: داړي گړي پيښو کې 8 کسان وژل شوي دي

دشورو په ورځ داړي گړي بيلا بيلو پيښو کې ددوؤ پوليس عسکرو پشمول لږ ترلږه 8 کسان وژل شوي دي

دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې دشورو په ورځ داړي گړي بيلا بيلو پيښو کې ددوؤ پوليس عسکرو پشمول لږ ترلږه 8 کسان وژل شوي دي.
دکراچۍ په نارتهـ ناظم اباد سيمه کې دډزو په يوه پيښه کې دوه پوليس عسکر وژل شوي او دبلديه ټاؤن په اتحاد ټاؤن کې پلار او ځوې وژل شوي دي.
همدغه شان دقيوم اباد هديرې څخه ديو تن مړى ترلاسه شوى لياري کې هم ديو تن تشدد ځپلى مړى ترلاسه شوى دى.
په نوې کراچۍ او نيپئير سيمو کې هم دډزو په دوؤ پيښو کې دوه کسان وژل شوي دي. په لانډهي، ماؤچ گوټهـ او جهانگير روډ هم درې کسان ژوبل شوي دي.
دپاکستان دسندهـ ايالت په کراچۍ ښار کې اکثره مهال په لساني، سياسي، مذهبي او فرقه ييز اساس دتاؤتريخوالي دغه شان پيښې رامينځته کيږي او په کراچۍ کې فعاله ستر سياسي گوندونه عوامي نيشنل پارټي او متحده قومي موومنټ ددغو پيښو مسؤليت په يو بل اچوي