دپاکستان دسندهـ ايالت مرکزي ښار کراچۍ کې دتيرې شپې څخه تر دې مهال دتشدد بيلا بيلو پيښو کې نور پينځه کسان وژل شوي چې ورسره په تير يو شواروز کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٧ؤ ته رسيدلې ده.
دپوليسو ترمخه دنوې کراچۍ په سيکټر 5-J کې دکور څخه بهر په ناست يو تن نامعلومو وسله والو ډزې وکړې چې له امله يې هغه ووژل شو.
دښار په جمشيد روډ هم دډزو يوه پيښه کې ديو سياسي گوند یو غړى وژل شوى دى.
همدغه راز لا ئنز ايريا کې نامعلومو وسله والو ډزې کړي چې له امله يې دوه کسان ژوبل شول ، خو هسپتال ته درسول کيدو په مهال دغو دواړو کسانو ساه ورکړه.
همدغه شان په کورنگي کې هم دوسله والو په ډزو دذوالفقارعلي په نوم يو تن وژل شوى.
تيره ورځ هم دډزو بيلا بيلو پيښو کې ١٢ کسان وژل شوي وؤ.
کراچۍ کې اکثره په سياسي، مذهبي، فرقه ييز او لساني اساس دغه رقم داړي گړي پيښې رامينځته کيږي او دښار سياسي گوندونه د داسې قسمه پيښو ذمه واري په يو بل اچوي.