دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې دتشدد بيلا بيلو پيښو کې ددوؤ ښځو او ددريوؤ سياسي کارکوونکو پشمول لږ ترلږه ١٠ کسان وژل شوي دي.
دښار په نوې کراچۍ سيمه کې دنامعلومو کسانو په ډزو ژوبل شوي تن ساه ورکړې ده.
په يوه بله پيښه کې دسياسي گوند دوه عهديدار داورنگي ټاؤن په ايم پي ار کالونۍ کې دډزو له امله ژوبل شوي وؤ، دواړه کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي خو هغوي هم دعلاج په مهال ساه ورکړې ده.
همدغه شان بلديه ټاؤن کې دډزو له امله يوه ښځه وژل شوې ده.
دپوليسو ترمخه نارتهـ کراچۍ کې دنامعلومو کسانو په ډزو يو تن وژل شوى، په مارټن روډ دنامعلومو وسله والو په ډزو ژوبل شوي تن دزخمونو تاب رانۀ وړو او په روغتون کې يې ساه ورکړه، دپيښې وروستو په سيمه کې تاؤتريخوالى سيوا شوى او دوکانونه تړل شوي دي، پاريدلو کسانو يو بس ته هم اور اچولى او په دمې دمې سره دډزو لړۍ روانه ده.
په گڼ شمير کې پوليس او درينجرز عسکر دحالاتو قابو کولو لپاره سيمې ته رسيدلي او دوه شکمن کسان يې هم نيولي دي.
دايم کيو ايم دوياند ترمخه په مارټن روډ دډزو په پيښه کې وژل شوى تن مجاهد دمتحده کارکوونکى ؤ او هغه پخوانى عهديدار هم پاتې شوى ؤ.
داى اين پي دوياند ترمخه په ايم پي ار کالونۍ کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دعوامي نيشنل پارټۍ سيمه ييز عهديدار امان الله وژل شوى.
دعوامي نيشنل پارټۍ صدر شاهي سيد دپيښې په سختو ټکو کې غندنه کړې.
په 14 او 26 اگست ژوبل شوؤ دوؤ سياسي کارکوونکو دنهې په ورځ دزخمونو تاب نۀ دى راوړى او ساه يې ورکړې.
دکراچۍ په ملير سيمه کې پوليسو سره ديوې نښتې په مهال درې شکمن کسان وژل شوي او پوليس وائي دغه کسان په ملير سيمه کې دخلکوپه لوټلو بوخت وؤ چې پوليس سيمې ته ورورسيدل، نښته کې دريواړه شکمن کسان ووژل شول.