د پاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې دتير يو شواروز په مهال دښار بيلا بيلو برخو کې دډزو پيښو کې لږ ترلږه 10 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دپوليس چارواکو ترمخه دجمعې او خالي په مينځ شپه دکراچۍ په شمال کې په ډسکو موړ نامعلومو وسله والو په يو هوټل کې په ناستو کسانو ډزې وکړې چې له امله يې پينځه کسان ووژل شول.
دښار هم په دغه برخه کې دډزو په يوه بله پيښه کې درې کسان وژل شوي.
له دې وړاندې فيډرل بي ايريا کې هم دنامعلومو موټر سائيکل سورو وسله والو په ډزو دوه کسان وژل شوي.
دډزو دپيښو وروستو دکراچۍ په شاهراه پاکسان سيمه پاريدلو کسانو دکاڼو په ورولو سره ټريفک دڅه وخت لپاره تړلى ؤ.، په صورتحال دقابو راوستو لپاره سيمې ته درينجرز او پوليس اضافي عسکر هم رسيدلي.
دسندهـ داطلاعاتو وزير شرجيل ميمن وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل په کراچۍ کې دتشدد ددغه تازه پيښو څخه وروستو دچهاپو او نيونو په اړه درينجرز په اختياراتو کې ددريوؤ مياشتو لپاره پراختيا راوستل شوې ده او په مختلفو حساسو سيمو کې دپوليسو او رينجرز اضافي عسکر هم گمارل شوي دي.