لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد افريدى به پاکستان کې د پوليو پر ضد کمپائن چلوي


د پاکستان دکرکټ ټيم پخوانى کپتان او په نړيوال کچ نامتو کرکټر شاهد افريدى به پاکستان کې د پوليو درنځ د مخنیوي په لړ کې خپل کردار لوبوي.
شاهد افريدي یو بهرني خبري ایجنسۍ اى ايف پي سره خبرو کې وويل دا يو نيک مقصد دى او زۀ د پاکستان څخه دپوليو دمخنيوي په برخې جوړيدو خوشحاله يم.
ښاغلى افريدى وائي د پوليو له امله گڼ شمير ماشومان معذوره شوي دي.
هغه وويل د پوليو دمخنيوي په لړ کې يې ستر هدف دپاکستان لرې پرتې سيمې دي، لکه په ځانگړي ډول هاغه غرييزې سيمې چې د افغانستان سره يې پولې لگيدلي دي.
شاهد افريدي وويل ( زۀ د قبائيلي سيمې سره تعلق لرم او د هغوي ژبه وايم ، ځکه زۀ به د پوليو په ضد دکيدونکي کمپائن په حقله د منفي خيال لرې کولو لپاره کور په کور گرځم او هيله لرم چې ددې سره به زمونږ راتلونکي نسلونه صحتمند وي).
دغه کمپائن دپاکستان او يونيسيف له لوري چلول کيږي چې پکې ملگرو ملتونو استازيتوب دپاکستان دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بوټو لور اصفه بوټو زرداري کوي.
شاهد خان افريدي وويل خداې ماله شهرت راکړى نو ځکه دا زما فرض دي چې دانسانانو خدمت وکړم.
هغه وويل دانسانو دخدمت لپاره زۀ هر ټولنيز کار ته چمتو يم.
پاکستاني کرکټر شاهد افريدي په پاکستان او په ځانگړي ډول دافغانستان سره لگيدلو قبائيلي سيمو کې دپوليو په ضد دکمپائن دبرخې جوړيدو دغه اعلان په داسې وخت کې کړى دى چې له دې وړاندې دامريکائي ډرون بريدونو په ضد داحتجاج په توگه دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه وزيرستان کې سيمه ييز طالب کمانډر حافظ گل بهادر په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپوليو دڅاڅکو ورکولو په کمپائن قدغن ايښودى دى.
په ډاگه دې وي چې دحافظ گل بهادر دډلې جنگيالي دپولې پورې غاړې افغانستان کې دامريکائي ځواکونو په ضد بريدونو کې ککړ دي.
د حافظ گل بهادر ډله دريځ لري چې دډرون بريدونو له امله اوس هم بې گناه اولسي وگړي وژل کيږي او ددغو جاسوسي بريدونو داودرولو په غرض يې سيمه کې دپوليو په ضد په کمپائن بندیز لگولې دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG