د افغان پولې ترڅنگ د پاکستان په قبائيلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان او د خيبرايجنسۍ په باړه او تيراه سيمو کې پاکستان دپوليو په ضد د څاڅکو اچولو کمپائن ځنډولى چې ورسره د350,000ؤ څخه دزياتو ماشومانو صحت ته خطره راولاړه شوې ده.
دگل په ورځ ټول هيواد کې دپوليو په ضد کمپائن پيل شوى ، خو دامريکائي ډرون بريدونو پر ضد د احتجاج په توگه سيمه ييز طالب کمانډر حافظ گل بهادر او نورو جنگيالو په وزيرستان کې دپوليو په ضد ماشومانو ته دڅاڅکو ورکولو په کمپائن بندیز لگولې.
چارواکي وائي په خيبرايجنسۍ کې فعاله دتندرويه ډلې لښکراسلام مشر منگل باغ هم په خيبرايجنسۍ کې ټولو ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي دڅاڅکو په کمپائن کې ستونزې راولاړې کړي.
په وزيراعظم سيکرټريټ کې دپوليو دڅارنيز سيل انچارج مظهر نثار يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل په شمالي او جنوبي وزيرستان او دخيبرايجنسۍ په باړه سيمه کې دپوليو په ضد کمپائن ځنډول شوى.
دشمالي وزيرستان په مرکزي سيمه ميرانشاه کې دچارواکو وينا ده په سيمه کې دپوځ لخوا دلگول شوي گرځ بنديز يا کرفيو له امله دپوليو په ضد په کمپائن دخبرو اترو لپاره دقبائيلي مشرانو او طالبانو ترمينځ کيدونکې غونډه ځنډول شوې ده.
په قبائيلي سيمه کې دروغتيائي دخدماتو ډائريکټر فواد خان تيره اوونۍ وئيلي وؤ که چرې دتندلارو لخوا دلگول شوې پابندۍ له امله دپوليو په ضد کمپائن ونۀ چلول شي نو جنوبي وزيرستان کې به 160,000 او شمالي وزيرستان کې د80,000ؤ ماشومانو داغيزمن کيدو خطره ده.
په خيبرايجنسۍ کې يو انتظامي چارواکي عرفان الله وزير يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل زمونږ هدف 200,163 ماشومان وؤ خو وې منله چې دباړې په ځينو برخو او لرې پرتې سيمې تيراه کې به دغه کمپائن اغيزمن کيږي چې په دغو سيمو کې 111,556ؤ ماشومانو ته دڅاڅکو ورکولو ضرورت دى.
پاکستاني چارواکي وائي د گل نه د شورو دورځې پورې درې ورځني کمپائن کې به هدف دپينځوؤ کلونو څخه دکم عمره 34 ملينه ماشومان وي.
دوزيراعظم دفتر وائي په پاک افغان پوله 22 دويکسينيشن مقامونه جوړ کړل شوي.