لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا سمېع الحق د پولیو څاڅکو مهم سره خپلی مرستې ختمې کړي


د خېبر پښتونخوا صوبه کې د نوښار ضلع په خوا کې د جوړې یوې لوی اسلامي مدرسی دارالعلوم حقانیه مهتمم او د جمعیت علماء اسلام (س) مشر مولانا سمیع الحق د برتانیې مشهورې ورځپاڼې ټیلي گراف سره خپله مرکه کې ویلي دي چې دې د ماشومانو د پولیو د رنځ نه د بچ ساتلو لپاره دوي ته د پولیو د څاڅکو ورکولو د نړیوال مهم نه په شا کېږی.
دده پدې مرکه پاکستان کې د پولیو د رنځ د مخنیوي لپاره کېدونک، هڅو لوی ډز خوړلی دی. مولانا سمېع الحق خپله مرکه کې ویلي دي چې
د پولیو په مهم بندیز د دې نظریې یا سوچ په بنیاد نه دې لگول شوې دې چې دا غېر اسلامی دی او که نه ، ولی پدې وجه لگول شوې چې د امریکې د مخبرې د اداری سي ائي اې لخوا د اسامه بن لادن د لټون لپاره د یو پاکستاني ډاکټر نه د زیړي د مخ نیوي د یو جعلی مهم چلولو په سوب دا مهم او دی سره سره ټولی نړیوالی ادارې نااعتباره شوي دي.
مولانا سمیع الحق خپله مرکه کې دا هم ویلي دي چې د ماشومانو په طبي کارونو کې اښته ډیر خلک او ادارې دا کار د خپلو غرضونو د ویستو لپاره کاروي. ورځپاڼه لیکي چې پاکستان هغو دریو هېوادونو کې یو دې چرته چې د پولیو رنځ د یو وبائي مرض په شکل کې موجود دی.
پاکستان کې سخت دریځ عالمان د ډیرې مودې نه ددی مهم مخالفت کوي.
او دا د مسلمانانو خلاف د غربی هېوادونو سازش گڼي. اخبار لیکي چې دارالعلوم حقانیه نه فارغ شوي طالبان هغه خلک دي چې د بهرني حکومتونو پدې لار کې ولاړ دي او دا سخته غوښتنه ترې کوي چې یا خو د ډرون حملی بند کړي او یا به د دوي ماشومانو له د پولیو څاڅکي نه ورکوي.
دا هم هاغه طالبان دي چې په کال 1990 م په لسیزه کې کابل قبضه کړې ؤ او نن افغانستان کې نړیوالو ځواکونو سره جنگیږي. د دارالعلوم حقانیه په فارغ شوؤ کې د افغان طالبانو مشر ملا محمد او د خونړۍ حقاني جنگیالي ډلی مشران هم شامل دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG