لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم راجه اشرف وائي درسالت سپکاوى دې نړيوال جرم وگرځول شي


دپاکستان حکومت په امريکا کې دجوړ شوي اسلام ضد فلم خلاف داحتجاج ريکارډ کولو دپاره په حکومتي کچه دجمعې په ورځ” يوم عشق رسول“ نمانځي
دپاکستان حکومت په امريکا کې دجوړ شوي اسلام ضد فلم خلاف داحتجاج ريکارډ کولو دپاره په حکومتي کچه دجمعې په ورځ” يوم عشق رسول“ نمانځي
دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف دنړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه کړې ده چې درسالت سپکاوى دې په نړيوال کچ جرم وگرځول شي.
وزيراعظم وائي مسلمانان په يو حال کې هم درسالت سپکاوى نۀ شي زغملى او دا درايې دڅرگندولو ستونزه نۀ بلکې په ځمکه دشر خورولو ستونزه ده.
دجمعې په ورځ په پلازمينه اسلام اباد کې عشق رسول کانفرنس ته په وينا کې ښاغلي اشرف وويل درايې څرگندولو دازادۍ دا مطلب هيڅ کله نۀ وي چې لويو هستيو پسې دې مسخرې وکړل شي او يا هم دغه ازادي دشرخورولو دمقصد دپاره وکارول شي.
هغه وويل نن نړۍ دمذهبي تندلاريتوب دگواښونو سره مخ ده او دتندلاريتوب دخوريدو يو علت دنورو مذهبونو احترام نۀ کول هم دي.
هغه وويل شرخوښو عناصرو دکائنات تر ټولو لويې هستۍ پسې مسخرې کړي دي او دغه هستۍ ته دنړۍ هيڅ يو طاقت نقصان نۀ شي رسولى.
هغه وويل اسلام دامن مذهب دى او دنورو مذهبونو ددرناوي پيغام ورکوي.
وزيراعظم وويل په گستاخانه فلم ټوله اسلامي نړۍ احتجاج ته راپورته شوې ده او دغسې دسپکاوي عملونه ددنيا امن او خوشحالي په خطره کې اچوي.
هغه په اسلامي هيوادونو غږ وکړو چې خپلو کې يو موټى شي او په دغه لړ کې په گډه يو دريځ خپل کړي ، ترڅو راتلونکي کې هيڅوک دغه راز ناوړه گام وانۀ خلي
په دغه کانفرنس کې دهيواد دبيلا بيلو سياسي او مذهبي گوندونو او مدني ټولنو غړي شريک وؤ.
دپاکستان حکومت په امريکا کې دجوړ شوي اسلام ضد فلم خلاف داحتجاج ريکارډ کولو دپاره په حکومتي کچه دجمعې په ورځ” يوم عشق رسول“ نمانځي.
په دغه موقع په ټول هيواد کې سرکاري رخصتي ده ، بازارونه ، کاروباري مرکزونه ، تعليمي ادارې ،عدالتونه او سرکاري دفترونه تړل شوي او په اولسي کچ هم دگاډو هړتال دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG