د اسلام پر ضد فلم باندې داحتجاج په توگه دپاکستان وفاقي کابينې فیصله کړې چې د سپټمبر په ٢١ مه نیټه یعنې د جمعې په ورځ به ”يوم عشق رسول“ نمانځلی کیږي.
دوفاقي کابينې لخوا په دغه ورځ دملي رخصتۍ اعلان هم شوى دى.
له دې وړاندې دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف د شورو په ورځ په غونډه کې داسلام ضد فلم خلاف دپاکستان دعکس العمل ښودلو لپاره په بيلا بيلو چارو غور کړى.
په غونډه کې ددې ايجنډا ځنډول شوې او يواځې دسپکاوي دفلم په معامله غور شوى.
غونډه کې فيصله شوې چې دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف به په دې معامله پخپله دامريکائي سفير سره خبره کوي.
په امریکا کې جوړ فلم په حقله د امریکې حکومت وئیلې د فلم جزویات په مکمله توگه ردوي. خو ددې ترسنگ د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن دا خبره هم په توگه کړې چې د فلم خلاف احتجاج کې تشدد څه ځائې نه لري.
دوفاقي کابينې غونډه دشورو په ورځ دوزيراعظم راجه پرويز اشرف په مشرۍ اسلام اباد کې شوې چې پکې کراچۍ او لاهور کې داور لگيدو په پيښو او اوسني سيلاب کې دوژل شوؤ کسانو په زيان علامتي خاموشي خپله کړل شوه.
وزيراعظم راجه پرويز اشرف پخپله پرانستې وينا کې په دغه ځاني زيان دافسوس څرگندونه وکړه او دسيلاب ځپلو لپاره يې دپوځ دامدادي کارروائيو ستائينه وکړه.
ښاغلي اشرف داسلام ضد فلم دخوريدو غندنه هم وکړه.
په دغه مهال پاکستان وفاقي داخله وزير رحمان ملک وويل بايد په دې معامله دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون ته احتجاج وکړل شي او دغه معامله دوړاندې څخه دانټرپول په علم کې راوستل شوې.
غونډه کې پريکړه وشوه چې وزيراعظم به په دې معامله قام په باور کې اخلي او دامريکائي سفير په راغوښتو سره به هغه سره پخپله هم خبره کوي.
ددغه فلم له امله دپاکستان او افغانستان په پشمول اسلامي نړۍ کې سختې احتجاجي مظاهرې روانې دي چې پکې په لسگونو کسان وژل شوي.
ددغه فلم په ضد دگام اخستو په توگه دپاکستان، افغانستان او بنگله ديش پشمول يو شمير اسلامي هيوادونو تر يو ټيوب پورې رسائي بنده کړې ده.
د فلم په حقله د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن وئیلې دي امریکا د هر مذهب د پاره احترام دی او د ټولو مذهبونو د منونکو کور دی چې پکې مسلمانان هم شامل دي. تیره هفته خپل یو بیان کې میرمن کلنټن وئیلې دغه فلم د کرکې وړ دی او په دې ناوړه نیت جوړ کړی شوی دی چې د یو عظیم دین سپکاوی ووکړی شې، خلاف يي نفرت او تشدد راوپارولی شي.