لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د اسلام پرضد وډیو خلاف احتجاجونه


پاکستان کې د اتوار په ورځ په زرگونو خلکو د هاغه فلم خلاف احتجاجونه کړې دي چې د اسلام پرضد گڼلی کیږي. احتجاج کونکو د امریکې خلاف نعرې پورته کړې دي او کراچۍ کې د امریکې کونسل خانې سره نزدې د مظاهره چیانو او د پولیسو په منځ کې د نښتو په مهال یو کس مړ شوی دی.
کراچۍ کې د امریکې کونسل خانې سره نزدې شا او خوا د ١٠٠٠ مظاهره چیانو مخه نیولو د پاره پولیسو د اوښکو گیس او ورولو او هوائي ډزې يي ووکړې.
احتجاج کونکو د امریکا مرده باد نعرې پورته کولې او غوښتنه يي کوله چې فلم جوړونکې ته دې د مرگ سزا ورکړی شي.
د کونسل خانې ترجمان وئیلې کراچۍ کې کونسل خانې ته څه زیان نه دی رسیدلی او د کونسل خانې عمله محفوظ ده.
د پاکستان په لاهور ښار کې هم شا او خوا ٥٠٠٠ مظاهره چیانو د یاد شوې فلم خلاف احتجاج کړی دی. ددې ترسنگ د پاکستان په نورو ښارونو کې هم پرامن مظاهرې شوې دي.
بل خوا په سوډان او تیونس کې امریکې د خپلو سفارتخانو غیر ضروري عمله او د سفارتکارانو کورنۍ راویستې دي او سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت امریکایانو دغه هیوادونو ته د غیر ضروري سفر په حقله خبردار کړې دي.
د امریکې ددفاع وزیر لیان پنیټه د اتوار په ورځ وئیلې اسلامي نړۍ کې به د امریکې خلاف احتجاجونه لا څو ورځې نور هم روان وي خو د تشدد لړۍ به کمه شي.
او امریکا چارواکو د خالي په ورځ کلیوفورینا ریاست کې د هاغه کس نه سوال جواب کړی دی چې د اسلام خلاف فلم ممکنه جوړیدونکی گڼلی کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG