په پاکستان کې د عشق رسول د ورځې نمانځلو په مهال په امريکا کې د جوړشوي اسلام ضد فلم په خلاف د قهره ډکې مظاهرې په اړي گړي بدلې شوي اؤ د پوليسو اؤ مظاهرينو ترمينځ نښتو کې 9 کسان مړۀ اؤ 115 ژوبل شوي دي.
دخيبر پښتونخوا په سرښار پيښور کې ددغو مظاهرو له امله څلور کسان مړۀ اؤ 40 نور زخميان اؤ دسندهـ په سرښار کراچۍ کې پينځۀ کسان مړۀ اؤ 45کسان ژوبل شوي دي
پاريدلو مظاهرينوپه پيښور کې د دريوؤ سينيماگانو سوځولو ترڅنگ د خيبرپښتونخوا چيمبر اف کامرس وداني هم سوځولې ده.
دپيښور په باچا خان چوک کې د مظاهرې په وخت د ډزو يوه پيښه کې د يوشخصي ټي وي چينل د گاډي ډرائيور محمد عامر مړ شوى دى.
د جمعې د نمونځ څخه وروستو د پيښور د بيلابيلو سيمو څخه د زرگونو په شمير خلک سړکونو ته ووتل اؤ د امريکا په ضد يې شعارونه ورکړل.
په دغو مظاهرينو کې د بيلابيلو سياسي اؤ مذهبي ډلو د کارکنانو ترڅنگ د ټولنيزو اؤ کاروباري تنظيمونو غړي هم شامل وؤ.
امنيتي ځواکونو په دغه موقعه سخت امنيتي گامونه اخستي اؤ دامريکايي قونصلگرۍ اؤ مهمو سفارتي اؤ حکومتي ودانيو په لوري غځيدلې ټولې لارې ته د کنټينرو په اودرولو سره تړلي دي.
دپيښور په يو شمير سيمو کې پوليس اؤ دمليشې ځواکونو د مظاهرينو د خورولو دپاره اوښکې بهيونکي گيسونه کارولي اؤ مظاهرينو په پوليسو د کاڼو ورولو ترڅنگ ډزې هم کړي دي.
دپيښور جي ټي روډ اؤ جمردو روډ دجنگ د ميدان منظر وړاندې کوي .
مظاهرينو د پيښور فردوس اؤ شمع سينيماگانې هم سوځولي اؤ دپيښور دتجارتي اطاق يا خيبرپښتونخوا چيمبراف کامرس د ودانۍ ته يې هم اور لگولى دى.
داسلام ضد فلم خلاف د احتجاج ريکارډکولو دپاره په پاکستان کې په حکومتي کچ د جمعې په ورځ د عشق رسول ورځ نمانځل کيږي اؤ حکومت په دغه ورځ د څه رقم ممکنه بدې پيښې د مخنيوي دپاره د پيښور په شمول د هيواد په پينځلسو لويو ښارونو کې د موبائيل فون خدمات معطل کړي دي.
همدغه شان د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد اؤ نورو صوبو کې هم د احتجاج، سوځولو،گيرولو اؤ ماتې گوډې کولو لړۍ دوامداره ده
دسندهـ ايالت په سرښار کراچۍ کې هم پاريدلو مظاهرينو پينځۀ سينيماگانې اؤ يو شمير دولتي ودانۍ سوځولي اؤ د ډزو په ترڅ کې يې يو پوليس سپاهي وژلى دى.
همدغه شان څلور مظاهرين هم د اړي گړي په پيښو کې مړۀ شوي دي
همدغه شان په لاهور کې هم په زرگونو خلک په احتجاج بوخت دي اؤ د ټولو امنيتي پولو په ماتولو سره يې ځانونه امريکايي قونصلگرۍ ته نزدې رسؤلي دي.
لاهور کې د احتجاج په مهال مظاهرينو د امريکا په قونصلگرۍ ډزې هم کړي دي اؤ کوشش کوي چې قونصلکرۍ ته ننوځي خو پوليسو يې مخه نيولې ده.
همدغه شان پلازمينه اسلام اباد کې د بهرملکي سفارتخانو اؤ سرکاري ودانيو د تحفظ دپاره دپوليسو ترڅنگ پوځ هم سړکونو ته راوتلى دى.
په اسلام اباد کې د پوليسو اؤ مظاهرينو ترمينځ نښتو کې خواوشا ديرش کسان ژوبل شوي دي.
پاکستان کې ددغو قهرژنو مظاهرينو د مخنيوي په لړکې امنيتي ځواکونه د بې بسۍ په حال کې دي اؤ د هيواد صدر اصف علي زرداري اؤ دکورنيو چارو وزير رحمان ملک د اولس څخه غوښتنه کړې ده چې احتجاج دې وکړي خو د ورانکارۍ څخه دې ډډه وکړي اؤ خپلو خلکو اؤ ودانيو ته دې نقصان نۀ رسوي