ملگرو ملتونو او دپاکستان حکومت جنوبي صوبه سندهـ کې دبارانونو او سيلاب له امله داغيزمنو شوؤ 71ؤ لکو څه دزياتو کسانو لپاره بين المللي ورورولۍ څخه د35 کروړو او 70ؤ لکو ډالرو د امداد بيړنۍ غوښتنه کړې.
پاکستان کې دنړيوال تنظيم يو لوړپوړي چارواکي ټيمو پکالا داتوار په ورځ اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دغه رقم دسيلاب ځپلو دابتدائي 30ؤ څخه 45ؤ ورځو دضرورتونو پوره کولو لپاره پکار دى.
چارواکي وائي يوه مياشت وروستو دځمکني صورتحال دتفصيلي جاج اخستو څخه وروستو به په نړيواله غوښتنه نظرثاني کولى شي.
دپاکستان داطلاعاتو وفاقي وزيرې فردوس عاشق اعوان مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وويل هغه دحکومت له لوري باور ورکوي چې دسيلاب ځپلو لپاره ورکړل کيدونکى امداد به په منصفانه او روڼ انده طريقې سره استعمالولى شي.
ملگري ملتونه وائي دهغوي انداز ښائي چې په سندهـ کې تقريباً هره ضلع کې سيلاب راغلى او دبلوچستان په پينځوؤ ضلعو کې هم، چې په نتيجه کې يې تر دې مهاله 342 کسان وژل شوي او خواؤشا 633 نور ژوبل شوي دي.
فردوس عاشق اعوان وويل نن دبدقسمتۍ نه دغيرمثالي بارانونو له امله اولس يو ځل بيا دسختو سره تيريږي، دپاکستان حکومت پخپله دصورتحال مخنيوي لپاره زياته هڅه کړې، خو ورته دبهرنۍ مرستې ضرورت دى.
دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دسيلاب ځپلو لپاره دکيدونکو دمرستې دڅارنې له امله په نيويارک کې دملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ يوه دوره هم منسوخ کړې.
ملگري ملتونه وائي په امدادي هلو ځلو کې دبرخې اخستو په غرض دبهرنو امدادي کارکوونکو دويزې دمنظورۍ لپاره اسلام اباد سره په شريکه کار کوي.
دروغتيا دنړيوال تنظيم ترمخه گڼ شمير خلک دڅښلو دپاکو اوبود کمي سره هم مخ دي چې په نتيجه کې يې دهيضې او اوبو څخه دپيدونکو نورو مرضونوپه پيدا کيدو کې اضافه کيږي.
دملگرو ملتونو دماشومانو اداره وائي په راتلونکو ورځو کې به په خلکو 200,000 ليټره چې پنځوس زره گيلنه جوړيږي اوبۀ دروزانه په بنياد ويشي.
ملگرو ملتونو د پاکستان سيلاب ځپلو لپاره 357 ملیون ډالروامداد غوښتنه کړی
