په پاکستان کې کارکونکي ځایي او نړیوالې این جی اوز یا د خېرښېگړې تنظېنونو خبردارې ورکړې دې چې په سندهـ او بلوچستان صوبو کې د تیرکال سېلاب له امله شوي د ویجاړې وروسته اوس هم خلکو ته دې مرستو ضرورت دی، او د مالی وسیلو د کمی له وجې د بحالې هڅې د سخت خطر سره مخ دي . دغه خبردارې د سېلاب نه اغیزمنه شوي سیمو په اړه د 15 بهرني او ځایي ادارو لخوا تیار کړل شوی یو رپورټ کې ورکړل شوې دی. دغه رپورټ ترمخه 25 لاکا خلک اوس هم خوراک، اوبو، او سر پناه ته اړتیا لري . په پاکستان د اکسفیم ډائریکټر نیوا خان د رپورټ خپریدو په وخت ویلي چې سېلاب ځپلي د غیر معمولي حالاتو سره مخ دي او د امدادی ادارو د ناکافي هڅو له امله په ستونزو کې نور زیاتوالې روان دی.
راپورونه وائي په پاکستان کې د تیر کال بارانونو او سېلابونو له امله لږ ترلږه اته ملينه خلک اغيزمن شوي وؤ.
پاکستان کې د سيلاب ځپلو د بحالی هڅې د خطر سره مخ
