چارواکي وائي دپاکستان په شمالي سيمو کې دپشکال دبارانونو له امله راغلي سخت سيلاب کې لږ ترلږه22 کسان مړۀ شوي دي.
دقدرتي افتونو دمخنيوي دادارې يو چارواکى سردار نواز خان وائي 13 کسان دنهې په ورځ دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې مړۀ شويدي.
په وژل شوؤ کې د9ؤ کسانو تعلق ديوې کورنۍ سره وؤ او دهغوي دکورونو چتونه راپريوتي.
يو بل چارواکى عدنان خان وائي د نهې په ورځ د سيلابونو له امله نهه کسان په خيبرپښتونخوا صوبه کې مړۀ شوي دي، په دغو وژل شوؤ کې کسانو کې شپږ په مانسهره او درې په نوښار ضلع کې مړۀ شوي دي.
دموسمياتو دمحکمې ترمخه سږ کال پاکستان کې دپشکال بارانونه دمعملو څخه کم شوي خو دتيرو څو ورځو راهسې دهيواد برنو سيمو کې په دمې دمې سره دباران لړۍ روانه ده.
پاکستان کې کال 2010م کې هيواد په تاريخ کې تر ټولو خونړي سيلابونه راغلي وؤ، چې دهغې له امله دهيواد 20 فيصده رقبه داوبو لاندې راغلې وه، په دغه خونړي سيلاب کې د1700ؤ څخه زيات کسان مړۀ شويوؤ او خواؤشا دوه کروړه نور اغيزمن شوي وؤ.