د اسلامی نړۍ یو شمیر ملکونو کې د اسلام سپکاوی لانجمن فلم پر ضد شروع شوؤ احتجاجونو په رنګ پاکستان کې هم ددغه فلم خلاف نن مظاهری شوي.
د ملک پایه تخت اسلام آباد کې د مذهبی او غیر قانونه ګرځول شوؤ ډلو په غږ احتجاجونه شوی.
احتجاج کوؤنکو د امریکا او اسراﺉیل پرضد چغی وهلی.
هم اسلام آباد کې د امریکا سفارت او صوبایی سرښارونو کې د امریکا قونصلګرو مخی ته سخت امنیتی ګامونه پورته کړی شوي.
د خیبر پښتونخوا سرښار پیښور کې د جمعی د مونځ وروستو د مذهبی او سیاسی ګوندونو او غیر قانونه ډلو په غږ قهر جنی مظاهری کړی.
احتجاج کونکو د امریکا پر ضد نعری وهلي او فلم جوړونکو ته ﺉ د سزا ورکولو غوښتنه کړی.
دامريکا صدر براک اوباما ژمنه کړې چې په بهرنو هيوادونو کې دموجودوامريکايانو دتحفظ لپاره چې څه هم ضروري وي کولى به شي.
ښاغلي اوباما دبهرنو هيوادونو حکومتونو څخه غوښتنه کړې چې دهغوي په هيوادونو کې دميشته ؤ امريکايانو تحفظ دې باوري کړي.
بل خوا د امریکی خارجه وزیری هیلری کلنټن یو ځلی بیا ويیلی نړۍ ته واضحه کول غواړی امریکا د اسلام پر ضد جوړه شوی ویډیو سره څه قسمه تعلق نه لری او زیاته کړی امریکا د فلم پیغام او ددی دننه ټولی خبری ردوی.
دپاکستان حکومت او پارليمان په انټرنيټ دجاري شوي دغه نفرت څخه دډ فلم سخته غندنه کړې ده.
په قومي اسمبلۍ کې منظوري شوي متفقه قرارداد کې وئيل شوي دي چې ددغه گام مقصد دمختلفو مذهبونو ترمينځ نفرت او دښمنۍ ته هوا ورکول دي.
همدغه راز پاکستان ټيلي کام اتهارټي هم داسلام ضد فلم او نورو داعتراض جوگه موادو پورې درسد مخنيوي لپاره دځانگړو گامونو اعلان کړى دى.
افغانستان هم يوټيوب پورې په رسد دپابندۍ اعلان کړى دى.
داسلام ضد خپور شوي دغه فلم له امله دنهې په ورځ گڼ شمير مظاهرينو دليبيا په بن غازي ښار کې په امريکائي قونصليټ بريد کړى او په ليبيا کې يې امريکائي سفير کرسټوفر سټيونز او دعملې نور درې کسان وژلي وؤ،، همدغه راز يمن کې هم هاغه مهال څلور کسان وژل شوي وؤ چې مظاهرينو په امريکائي سفارت خانه دبريد کولو هڅه وکړه او دمصر پايتخت قاهره کې هم دتشدد څخه ډکې مظاهرې شوي.
دمصر په پايتخت قاهره کې پوليسو پرله پسې په څلورمه ورځ دامريکائي سفارت خانې سره نزدې داسلام ضد فلم په خلاف داحتجاج کوونکو مظاهرينو خورولو لپاره داوښکو بهيونکى گيس کارولى او داسې توقع کيږي چې دجمعې دنمانځه څخه وروستو به دمينځني ختيز په زياترو هيوادونو کې نورې مظاهرې هم وشي.
دزيارت په ورځ دمصر صدر محمد مرسي په مصر کې دبهرنيانو دتحفظ ژمنه کړې وه او دجاري شوي اسلام ضد فلم او ددغه فلم څخه وروستو ترسره شوې دتشدد څخه ډکې مظاهرې هم غندلې وې.
بل لوري ته ليبيائي چارواکو په روانه اوونۍ کې په بن غازي کې دامريکائي سفير کرسټوفر سټيونز او دعملې دنورو دريوؤ کسانو دوژل کيدو په تور څلور کسان نيولي، خو په دغه اړه چارواکو نور تفصيلات نۀ دي جاري کړي.
دامريکا استخباراتي شبکې په دغه پيښه کې دالقاعده دشکمنې ککړتيا جاج اخلي ، خو وائي په دې اړه کوم ثبوت نۀ لري.
دامريکا دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن داسلام ضد فلم غندنه کړې او دزيارت په ورځ يې وئيلي دي چې دامريکا حکومت ددغه ويډيو سره په مکمله توگه هيڅ شان تعلق نۀ لري او دا چې مونږ په مکمله توگه ددغه فلم مواد او پيغام ردوؤ.
په ليبيا او مصر کې په روانه اوونۍ کې ددغه اسلام ضد فلم پسر پيل شوې مظاهرې ديمن، ايران، عراق ، بنگله ديش، مراکش، سوډان تيونس او پاکستان پشمول دنړۍ نورو هيوادونو پورې هم خورې شوي دي.
په يمن کې دامريکائي سفارت خانې سره نزدې دزيارت په ورځ ترسره شوؤ مظاهرو کې څلور کسان وژل شوي وؤ.
ديمن صدر ددغه تشدد غندنه کړې او په يمن کې يې دامريکائي وگړو دتحفظ ژمنه کړې.