امريکا کې جوړ شوي اسلام ضد فلم کې کارکوونکې يوې اداکارې ددغه فلم دهدايت کارنکولا باسولي نکولا په ضد مقدمه کې ددهوکې او جذباتو مجروحه کولو تورونه لگولي او وئيلي يې دي چې په يوټيوب ددغه فلم دخپريدو وروستو هغې ته دوژل کيدو گواښونه کيږي.
هدايت کارې سنډي لي گارسيا دامريکا دکيليفورنيا رياست محکمې ته دا درخواست هم کړى چې يوټيوب ته دې ددغه فلم لرې کولو امر وکړي.
دنورو تورونو ترڅنگ گارسيا وئيلي چې دهغې دراز دحق خلاف ورزي شوي او ژوند يې په خطر کې اچول شوى.
هغې وئيلي دي چې نکولا باسولي نکولا نومې فلمساز او هدايت کار هغې او دهغې ملگرو اداکارانو ته وئيلي وؤ چې هغوي د زوړ مصر په اړه جوړيدونکي يو ايډونچر فلم کې برخه اخلي.
سنډي لي گارسيا وائي فلم کې داسلام ضد مکالمو ډبنگ وروستو شوى او دا چې دفلم په سکرپټ کې داسلام دپيغمبر کومه يادونه نۀ وه.
هغه دا هم وائيچې په يوټيوب ددغه فلم دخپريدو وروستو هغې ته دوژنې دړکې کيږي او په دغه فلم پسې دتړاؤ له امله دهغې شهرت ته هم زيان رسيدلى دى.
اداکاره وائي دفلم دعکسبندۍ په مهال په سيټ کله هم داسلام دپيغمبر يادونه نۀ وه شوې او نۀ هم دکوم مذهب خبره شوې وه.
ددغه اسلام ضد فلم دخپريدو وروستو دليبيا په بن غازي ښار کې په امريکائي قونصل خانه ترسره شوي بريد کې په ليبيا کې دامريکا سفير سټيونز او نور دعملې درې تنه وژل شوي وؤ او دايشياء، افريقې او مينځني ختيز په ښارونو کې دقهره ډکو مظاهرو کې هم دامريکا او نورو بهرنو هيوادونو په سفارت خانو بريدونه شوي.