دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دترسره شوې يوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه 8 کسان وژل شوي او 20 نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دمسافرو يو گاډى دمشتي ميلې څخه په مرکزي اورکزو کې دکوزې اورکزۍ ايجنسۍ کلايه سيمې ته روان ؤ چې په حسن زۍ بازار کې پرې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه وشوه.
دپوليټيکل انتظاميې چارواکو په دغه بمي چاؤدنه کې د8ؤ کسانو دوژل کيدو او 20ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى دى.
چاؤدنه کې دوژل شوؤ ټولو کسانو تعلق دطالبانو دمخالفې قبيلې مشتي سره دى.
ژوبل کسان دعلاج لپاره دکلايې روغتون ته رسول شوي دي ، چې پکې دزياترو حالت سخت ښودل شوى دى.
ددغه بريد ذمه واري په سمدستي توگه چا په غاړه نۀ ده خستې ، خو چارواکي انديښنه څرگندوي کيدى شي دطالبانو ضد دريځ لرلو له امله دمشتي قبيلې غړي تندلارو په نخښه کړي وي.
بل لوري ته دخيبرايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه په بوقاړ علاقه کې دسړک دغاړې په يوه بږي چاؤدنه کې دامن لښکر يو غړى وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
هم دزيارت په ورځ دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سبي سيمه کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي او 15 نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي دغه بم په سبي کې په نشتر روډ ديوې رکشې لاندې ښخ کړل شوى ؤ او زياتوي چې چاؤدنه کې تر 20ؤ کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي دي.
دچاؤدنې وروستو سيمې ته امدادي ډلې رسيدلي او پيښه کې ژوبل کسان يې دسبي سول هسپتال ته رسولي دي.
دچاؤدنې له امله 12 دوکانونه او پينځه گاډي هم تباه شوي دي.