دپاکستان په قبائيلي سيمه بره اورکزو ايجنسۍ کښې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوې کارروايۍ کښې د نهې په ورځ لږ ترلږه اوواووهه جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه پاکستاني پوځيانو دبره اورکزو ايجنسۍ په ماموزۍ او کوتاخيل نومې سيمو کښې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې اوؤ جنگيالي وژل شوي او دهغوي ددوؤ ځالو دتباه کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ دغو عملياتو کښې گڼ شمير جنگيالي ژوبل شوي هم دي.
اخوا دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کښې نامعلومو وسله والو دنيټو په دريوؤ کنيټينرو بريد کړى چې له امله يې يو ډرائيور وژل شوى او يو تن بل ژوبل شوى.
دسرچينو ترمخه دغه بريد په خيبرايجنسۍ کښې دجمرود بازار سره نزدې ترسره شوى.
بايد وويل شي دپاکستان لخوا په افغانستان کښې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان درسد دلارو پرانستو وروستو دتورخم په په لاره افغانستان ته په تلونکو کنيټينرو ترسره شوى دغه لمړى بريد ؤ.
په عين حال کښې دپاکستان په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کښې ديو لاسي بم دچاؤدنې له امله لږ ترلږه اووۀ ماشومان ژوبل شوي دي.
عيني شاهدان وائي دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې غږ يې تر لرې لرې اوريدل شوى.
پيښه کښې ژوبل شوي ماشومان دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال تهر سول شوي چې دهغوي څخه ديو شمير ماشومانو حالت نازک ښودل شوى.