د پاکستان په اورکزو قبائیلي سیمه کې امنیتي ځواکونو د جیټ جنگي جهازونو په مرسته د وسله والو په پناه ځایونو د اتوار په ورځ بریدونه کړې دي او چارواکې دعوه کوي چې کاروائي کې ١٥ وسله وال وژل شوې او ١٢ نور زخمیان شوې دي.
اورکزو کې د وسله والو خلاف کاروائي په ډبورۍ، لشتۍ او ماموزۍ سیمو کې شوې ده چې پکښې د چارواکو د وینا ترمخه د وسله والو څلور د پناه ځایونه تباه کړی شوې دي.
یو لوړ رتبه عسکري چارواکې وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته د نوم نه څرگندولو په شرط وئیلي د اورکزو په غرنۍ سیمه کې د وسله والو خلاف کاروائي د استخباراتي معلوماتو په بنیاد شوې ده کله چې دا اطلاع ترلاسه شوه چې وسله په غرنۍ سیمه کې میشته دي.
د چارواکې د وینا ترمخه، دوه جنگي جهازونو په اورکزو کې د وسله والو پټن ځایونه په نخښه کړل، په نتیجه کې يي ١٥ وسله وال ووژل شول او ١٢ نور زخمیان شوې دي.
د چارواکې د دعوې په ازاده توگه تصدیق نه دی شوې، سیمه کې خبریالان په بې طرفه توگه خپله دنده نشې ترسره کولی او د وسله والو تنظیمونه دوې ته د زیان په حقله د چارواکو دعوې ردوي.
په کال ٢٠٠٩ کې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو خلاف په لویه کچه د عملیاتو ورستو د چارواکو په وینا زیاتره تندلارې په اورکزو کې پټ شوې او هلته يي مرکزونه جوړ کړې دي. په اورکزو کې هم چارواکو وئیلې وو چې سیمه کې حکومتي واکداري پرځائې کړې ده خو اوس هم وخت په وخت د سیمې نه د وسله والو او امنیتي ځواکونو په منځ کې د نښنتو رپورټونه رامنځته کیږي.