د امريکا په کولوراډو رياست کې دامريکائي فضائيې داکيډيمۍ څخه فارغ شوؤ زده کوونکو ته دډگريو ورکولو په مهال جوړې شوې دستورې ته دمشر ميلمه په توگه دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي چې نن امريکا لس کاله دوړاندې امريکې په مقابله کې زياته مضبوطه، خوندي او طاقتوره ده، چې له دې امله دټولو براعظمونو سره تعلق لرونکي زياتره هيوادونه امريکاسره ائتلاف ته ليواله دي.
هغه دامريکائي پوځ له لوري دالقاعده دنيټ ورک تباه کولو دپاره دادا کړل شوي کردار ستائينه وکړه او دهاغه پوځيانو جذبې يې وستائيلې چې دنړۍ دخوندي کولو دپاره دځان قربانولو حوصله لري.
امريکائي صدر د1000ؤ څخه زياتو دفضائيې فارغينو ته وويل دهغوي څخه وړاندينو پوځيانو دتربيت او خپلو کورنو ته دزيات وخت ورکولو روايت قائم کړى دى ، چې له دې امله هغوي زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.
هغه وويل نوي فارغ شوي ددغو برياليتوبونو څخه ډير څه زده کولى شي.
دستورې ته په وينا کې دامريکا صدر دا هم وويل چې ايران او شمالي کوريا ته دايټمي وسلو دپروگرام په دوامداره ساتلو دنيا په خطره کې داچولو اجازه نۀ شي ورکړل کيدى.
صدر اوباما زياته کړه دخپل معيشت دپياوړتيا او دښه والي دتوان لرلو په څير دامريکا پوځ په ټوله نړۍ کې مضبوط ترين پوځ دى، چې له دې امله دهيواد درناوى سيوا شوى او دغه پوځيان چې هر چرته ځي نو دهغوي ددرونوالي او پياوړتيا څرگندونه ترې کيږي.
نوموړي هيله وښوده چې يوويشتمه پيړۍ به دامريکا لپاره يوه غوره پيړۍ ثابتيږي