د امريکا صدر براک اوباما دټولې نړۍ مسلمانانو ته دوړوکي اختر مبارکي ورکړې او دهغوي دپاره يې دښو هيلو څرگندونه کړې ده.
دوړوکي اختر په مهال دسپينې ماڼۍ څخه په جاري کړل شوي بيان کې دامريکا صدر براک اوباما او دهغه ميرمن مشيل اوباما وئيلي دي هغوي امريکا کې دميشته مسلمانانو ترڅنگ دټولې نړۍ مسلمانانو ته دخوشحالۍ په دغه موقع دزړۀ له تله مبارکي ورکوي.
په بيان کې زياته کړل شوې ده مسلمانان دامريکا دملي ژوند يوه برخه ده او په امريکا کې د جمهوريت او مذهبي ازادۍ درواياتو څرگندونه کوي.
په بيان کې وئيل شوي دي دمسلمانانو دپاره رمضان دنمونځ ، روژې او روحاني تجديد مياشت وي.
امريکائي صدر او ميرمنې يې زياته کړې ده چې دروژې څلور اوونۍ دټولې نړۍ دبيلا بيلو مذهبونو دپيرويانو ته دبې وزله خلکو دخدمت دذمه وارو پوره کولو ياددهاني کوله.