لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: افغانستان کې د نړې والو ځواکونو په وژنه تشویش لرم


Un soldado estadounidense de patrulla en un sitio recién atacado por talibanes afganos en Kandahar.
Un soldado estadounidense de patrulla en un sitio recién atacado por talibanes afganos en Kandahar.
د امریکې صدر براک اوباما وئیلې هغه افغانستان کې د افغان ځواکونو په دریشۍ کې حمله کونکو د لاسه د نړې والو ځواکونو په وژنه تشویش لري.
د گل په ورځ سپینه ماڼئ کې خبرې غونډې ته وینا کې، براک اوباما وویل هغه د امریکې لوړ رتبه عسکري چارواکو سره چې دا مهال د افغانستان په سفر دي نړي والو ځواکونو خلاف د زیاتیدونکو حملو په حقله خبرې اترې کړې دي.
صدر براک اوباما افغانستان کې د نړي والو ځواکونو د وژنې په حقله وینا په داسې مهال کړې ده چې د امریکې د پوځ مشر جنرل مارټن ډیمپسي او د امریکې د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرل جیمز میټس د گل په ورځ افغانستان ته رسیدلی دي.
نیټو وئیلي دواړو مشرانو افغانستان کې د نیټو او امریکائي ځواکونو مشر جنرل جان ایلن سره لیده کاته کړې دي او د طالبانو خلاف د کامیابو او د افغان ځواکونو په جامه کې د وسله والو بریدونو په حقله يي خبرې کړې دي.
جنرل ډیمپسې او جنرل میټس به د افغان او ایتلافي هیوادونو چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.
په تیرو دواؤ هفتو کې د افغان پوځ او پولیس په دریشۍ کې حمله کونکو ١٠ نړي وال عسکر وژلې دي. ورستۍ پیښه د اتوار په ورځ رامنځته شوې ده چې د افغان پولیس په جامه کې وسله وال جنوبي افغانستان کې د نیټو عسکر په ډزو وژلی دی. سږ کال په داسې قسمه حمله کې په مجموعي توگه ٣٩ خارجی عسکر وژل شوې دي.
د افغان امنیتي عسکرو لخوا په خپلو نړي والو همکارانو د وسله راړولو په موضوع د خبرو اترو د پاره جنرل مارټن ډیمپسي چې د امریکې د مشترکه ځواکونو کمیټۍ مشر دی، باگرام هوائي اډې ته رسیدلی دی.
د حملو د مخنیوي په خاطر د نیټو عسکرو ته اجازه ورکړی شوې ده چې په خپلو مرکزونو کې دې هم د ځان سره ډکې وسلې ساتي.
بل خوا طالبانو وئیلې د افغان امنیتي ځواکونو صفونو ته يي خپل پلویان دننه کړې دي او دا د نړي والو عسکرو خلاف د خپلې سټرټیجۍ اهمه برخه گڼې.
د امریکې د دفاع وزیر لیان پنیټه هم د پوځ دننه د حملو په حقله افغان صدر حامد کرزي سره د اتوار په ورځ په ټیلې فون خبرې اترې کړې دي.
د امریکې د دفاع وزارت وئیلي لیان پنیټه د ښاغلې کرزي نه غوښتنه ووکړه چې د نیټو سره دې استخباراتي معلوماتو په شریکولو کې همکاري زیاتره کړی شي، افغان امنیتي ځواکونو کې د بهرتی کیدونکو کسانو په حقله د تحقیق کار دي نور هم سخت کړی شي او د کلې مشرانو سره دې په پوځ کې د بهرتي کیدونکو کسانو په حقله خبرې اترې ووکړی شي.
پینټگان وویل صدر کرزي او ددفاع وزیر لیان پنیټه په دې خبره موافقه ترلاسه کړه چې د پوځ دننه د ځاني تلافاتو کمولو د پاره دې په شریکا کار ووکړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG