چارواکي وائي دشورو په ورځ عراق کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو او دډزو پيښو کې لږ ترلږه 44 کسان وژل شوي او په لسگونو نور ژوبل شوي دي.
دجنورۍ په 5مه نيټه عراق کې ترسره شوؤ دتشدد پيښو کې 68 کسان وژل شوي وؤ او دهاغه پيښې څخه وروستو رامينځته شوې دغه تر ټولو خونړۍ پيښې دي.
دپوليسو ديو کپتان ډاکټر علي ترمخه دعراق په مرکزي ښار حلا کې دوؤ موټري بم چاؤدنو کې د19ؤ څخه زيات کسان وژل شوي او 48 نور ژوبل شوي.
بغداد کې نهوؤ بمي چاؤدنو او دډزو دوؤ پيښو کې 18 کسان وژل شوي، دغو پيښو کې په لسگونو کسان ژوبل شوي هم دي.
د کورنو چارو دوزارت يو چارواکي په عراق او خواؤشا کې ترسره شوؤ بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو شميره 21 اؤ دژوبل شوؤ شميره 60 ښودلې ده.
دبغداد په شمالي سيمه باقوبه کې ترسره شوؤ بريدونو کې هم پينځه کسان وژل شوي دي.
دپوليسو يو کرنل وائي دباقوبه سره نزدې بيلا بيلو سيمو کې دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې څلور کسان وژل شوي او اووۀ نور ژوبل شوي دي.
ديادې شوې سيمې سره نزدې وسله والو کسانو په يو کور بريد کړى چې پکې يو تن وژل شوى، پيښه کې يوه ښځه او درې ماشومان هم ژوبل شوي.
پوليس وائي دپوليسو په يوه گزمه موټري بم چاؤدنه ترسره شوې چې پکې څلور پوليس عسکر ژوبل شوي.
دپوليسو يو ليفټننټ کرنل وائي دبغداد شمالي سيمه بلد کې ترسره شوؤ دوؤ بمي چاؤدنو کې پينځه کسان وژل شوي او 30 نور ژوبل شوي.
دبغداد جنوب لوري ته په العزيزيه نومې سيمه کې يوه موټري بم چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دروغتيا دڅانگې يو چارواکى وائي دکربلا ښار څخه 10 کلو ميټره شمال لوري ته په مرکزي عراق کې يوې موټري بم چاؤدنې 24 کسان ژوبل کړي.
په موصل کې يوې بلې موټري بم چاؤدنې درې کسان ژوبل کړي