لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کښې حملې، ٩١ کسان وژل شوې


د عراق په مختلفو برخو کښې د گل په ورځ د بمونو چاؤدیدو او ډزو په پیښو کښې لږ تر لږه ٩١ وژل شوې او ١٧٢ نور کسان زخمیان شوې دي چې سږ کال د عراق تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

عراقي چارواکې وائي د ډزو په یوه پیښه کښې وسله والو په عراقي پوځیانو په یو پوځي مرکز کښې ډزې کړې دي، په نتیجه کښې يي ١٥ عسکر وژل شوې دي. ددې نه علاوه په کرکوک ښار یو شمیر د بمونو چاؤدنې شوې دي.

په سرښار بغداد کښې هم موټري بم چاؤدنه شوې ده او د بغداد سره نزدې په تاجي ښار کښې هم خونړۍ حملې شوې دي.

د گل په ورځ شوې حملو چا ذمه واري په غاړه نه ده اخستې.

د تشدد لړۍ په داسې مهال رامنځته شوې چې د خالي په ورځ عراق کښې د القاعده مشر په جهادي ویب پاڼو د تشدد د نوي لړۍ شورو کولو اعلان کړی دی. په اډیو پیغام کښې چې د ابو بکر البغدادي په نوم کس د طرفه جاري کړی شوی دی وئیلې د عراق اسلامي امارت د عدالتي چارواکو خلاف د حملو او د قیدیانو د ازادولو منصوبه سازي کړې ده.

د جون په میاشت کښې دې ډلې عراق کښې یو شمیر موټر بمونو خلاصولو دعوه کړې وه چې پکښې ٧٢ کسان وژل شوې او ٢٦٠ نور زخمیان شوې وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG