د نهې په ورځ عراقي چارواکو وئيلي دي د جنوبي عراق په ديوانيه ښار کې په يو مصروف بازار کې ترسره شوې موټر بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 25 کسان وژل شوي او د50ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
په ديوانيه ښار کې پوليسو کرفيو يا ګرځ بنديز پځايې کړى او سيمې ته غځيدلې ټولې لارې يې تړليدي.
دغه چاؤدنه دشيعه مسلمانانو ديو جومات سره نزدې ترسره شوې،په روانه اوونۍ کې کربلا ښار کې دمشهور امام المهدي دزيږون دورځې نمانځلو په غرض سيمه کې په ګڼ شمير کې شيعه مسلمانان راټوليږي.
له دې وړاندې يو يو سيمه ييز قانون ساز محمد الموسوي وئيلي ؤ لمړۍ چاؤدنه دکربلا ښار دسبزۍ په يوه منډۍ کې ترسره شوې چې له امله يې پينځه کسان وژل شوي دي، په دغه چاؤدنه کې 30 کسان ژوبل شوي هم دي.
موسوي ددغه چاؤدنې پړه دسُني فرقې سره په تعلق لرونکو ترهه ګرو واچوله.
په تاجي ښار کې هم څو ګينټې وروستو دوه بمي چاؤدنې ترسره شوي چې پکې درې کسان وژل شوي او 15 نور ژوبل شوي دي.
امنيتي او دروغتيا دڅانګې سره تعلق لرونکي چارواکي وائي وژل شوؤ کې يو پوليس عسکر هم شامل دى.
يو پوليس چارواکي او دروغتيا دڅانګې يو چارواکي وويل په بغداد کې دپوليسو ديوې ګزمې سره نزدې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه ترسره شوې چې پکې درې پوليس عسکر او دوه اولسي وګړي ژوبل شوي.