د پاکستان د بلوچستان صوبې سر ښار کوټې ته نزدې کچلاک کې په يوه دیني مدرسه کې دننه په بمي چاودنه کې د افغان طالبانو د مشر هېبت الله اخند ورور مولوي احمدالله او څلور نور کسان وژل شوي دي.
سرچینې وایي دجمعې په ماسپېښن چې په کومه مدرسه کې دا چاودنه شوې هغه دکچلاک کلي د لنډۍ کلي په مدرسه یادیږي چې زیاتره پکې د افغان طالبانو د کوټې د شورا مشران پاتې کیدل.
په چمن کې د طالبانو د مشر هېبت الله اخند د کورنۍ یو خپل وي او ای ډیوه تهپخلی کړی چې په چاودنه کې په نخښه کړل شوی تن مولوي احمد الله د هېبت الله اخند ورور دی.
پاکستاني چارواکو د لنډۍ کلي په مدرسه کې د وژل شوو کسانو د پېژندګلو پخلی تر اوسه میډیا ته نه دی کړی.
افغان چارواکو او ځینو نړیوالو مطبوعاتو وخت په وخت داسې دعوې کړې وې چې د طالبانو اوسنی مشر ملا هیبت الله اخند د بلوچستان په کچلاک سیمه کې ژوند یا فعالیتونه کوي. پاکستان په دې اړه شوې دعوې او رپورټونه تل رد کړي.
د دې وړاندې په ۲۰۱۶م کې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور هم د بلوچستان نوشکي ضلعې په احمد ول سیمه کې په ډرون برید کې وژل شوی وو.
د کوټې د پولیسو مشر یا ډي ایي جې رسنیو ته ویلي چې بم د جومات دممبر لاندې اېښودل شوی اؤ د ریموټ له لارې چول شوی دی.
سرچینې وایي پېښه کې پینځه کسان وژل شوي اؤ د ۱۵ؤ نه نور زیات ژوبل شوي چې نزدې روغتونونو ته رسول شوي خو په ژوبلو کې هم د زیاترو حالت مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه ده.
سرچینې وایي دطالبانو موجوده مشر شیخ هېبت الله اخند هم یو وخت کې ددې مدرسې امام پاتې شوی ؤ خو اوس یې ورور ملا احمدالله ددې مدرسې امام ؤ چې په دې بمي چاودنه کې د نورو څلورو کسانو ترڅنګ وژل شوی.
تراوسه معلومه شوې نه ده چې دې چاودنه کې دطالبانو نور کوم مهم مشران یا پخپله هېیت الله اخند وژل شوی که نه خو په سوشل میډيا بیا ځېنو خلکو ناتائېده دعوه کړې چې هیبت الله اخند هم پکې وژل شوی ولې ددې دعوؤ دیو لوري نه هم پخلی نه دی شوی.