چارواکو ویلي تېره ورځ د کوټې نه پېښور ته روان شوي جعفر ایکسپریس اور ګاډي کې تر 450 زیات مسافر سواره وؤ چې په بولان سیمه کې په دغه اور ګاډي وسله والو برید وکړو
پرون په 11م مارچ سهار نهه بجې د کوټې څخه د پنجاب پېنډۍ ښار په لاره پېښور ته تلونکي جعفر اېکسپرېس مسافر اور ګاډي، رېل ګاډي باندې ماسپښين د سبي ضلعې سره نزدې بولان علاقه کې وسله وال بريد شوی وو
افغانستان کې واکمنو طالبانو "په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي او نورو لوریو څرګندونې عقدهمندانه بللي"، او دعوه یې کړې، "افغانستان یو امن هېواد دی او هېڅ خپل سري فعالیت ته پکې اجازه نه ورکول کېږي".
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د پرمختګ خوب تر هغې نه شي پوره کېدی څو پورې چې هيواد کې امن نه وي راغلی او ترهګرۍ ګواښ په بشپړ ډول نه وي ختم کړل شوی.
د پاکستان امنيتي سرچینو دعوه کړې، د بلوچستان صوبې بولان علاقه کې د جعفر اېکسپرېس اور ګاډي څخه 155 مسافر ژغورل شوي او 27 ترهګر وژل شوي او عمليات تراوسه روان دي، دغه خبر د پاکستان سرکاري رېډيو ورکړی دی.
د پاکستان حکومتي میديا، ټي وي او ريډیو، وایي امنیتي ځواکونو د ناارمه بلوچستان بولان سیمه کې د وسله والو تر برید لاندې ریل ګاډي او د ناستو مسافرو د خلاصي لپاره عملیات پیل کړي دي.
د یوناما مشرې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبان د حکومت سره د نړیوالې ټولنې سیاسي تعامل د لږ پرمختګ سبب شوی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د طالبانو د حکومت په هکله د نړیوالې ټولنې ناهیلیتوب مخ په ډیریدو دی.
د پاکستان پيپلز ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي د تورخم پولې پرانستو دپاره اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کړی، تورخم دروازه د 21مې فرورۍ راهسې بنده ده، د دواړو خواو ترمنځ شوې جرګې هم تراوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیې د ګل، دوشنبې په ورځ نوی اېپ وړاندې کړی، کوم چې به په غېر قانونه توګه امریکا کې مېشتو بهرنيانو ته، د ممکنه ګرفتارۍ او بندي کېدو په ځای "په خپله د وتلو" لاره يا اجازت ورکوي.
د خېبرپښتونخوا چارسدې ضلعې پولیس وايي، لاره کې د کټ اچولو په سر شخړه شوې، د دوه فريقېنو ترمنځ ډزو کې پينځه تنه وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی. پېښې ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی چې پښتانه په وړو وړو خبرو يو بل وژني.
صدر زرداري ويلي، "پارليمان دې د توندروه نظريو، تشدد ملاتړ کوونکو وسله والو د مخنيوي دپاره په اتفاق رای جوړولو کې کردار ادا کړي، نن چې ترهګرو ته بهرنی ملاتړ او پيسې ترلاسه کيږي مونږ په هغې خبر يُو، مونږ به ترهګري پرې نه ږدو چې بيا سر راپورته کړي".
نور کتل