لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده: لاره کې د کټ اچولو په سر ډزو کې پينځه تنه وژل شوي


د خېبرپښتونخوا چارسدې ضلعې پولیس وايي، لاره کې د کټ اچولو په سر شخړه شوې، د دوه فريقېنو ترمنځ ډزو کې پينځه تنه وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی. پېښې ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی چې پښتانه په وړو وړو خبرو يو بل وژني.

د پوليسو په وينا، پېښه تېر ماښام روژه ماتي ته نزدې د ترناب تاڼې په بابکري علاقه کې شوې ده.

پوليسو ويلي، د پېښې په موقعه زيات پوليس اهلکار په ځای کړل شوي او پېښه کې د ککړو کسانو نيولو دپاره چاپې وهل کيږي.

د ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) سلیمان ظفر ویلي، علاقه کې د امنيت او ولس ساتنې دپاره ټول ضروري اقدامات کولی شي.

پېښې ته په ټولنیزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی دی.

د ارشد افغان په نوم تن په فېس بک ويلي، "چارسده کې پينځه مرګونه په دې خبره وشو چې زما د دوکان مخې ته دې کټ ولې اچولی دی، بيا مونږ وايو پينځه زره کاله زوړ تاريخ لرو او دنیا ته مو انسانیت ښودلی دی".

همدرد يوسفزي په پېښه کې د وژل شوو عکسونه خپاره کړي او ويلي یې دي، "پښتنو روژې مه نيسئ".

ليکوال او محقيق نور الامين يوسفزي ويلي، ل"ږه موده ‌مخکې يو جومات کې په بانګ جګړه وشوه او مړي پکې وشول اوس په چارسده کې په روژه ماتي کې شور وشو او يو بل ته لاندې وتل".

ځينو په سياسي ګوندونو او علماو غږ کړی چې د دغه ډول پېښو په مخنيوي کې کردار ادا کړي.

خېبر پښتونخوا کې وخت په وخت دغه ډول پېښې کيږي او زياتې مرګ ژوبلې په خانداني بدو يا دښمنو کې هم کيږي.

اکثره خانداني دښمنۍ د جايداد، غیرت، شخصي تربګنیو او سیاسي اختلافاتو له امله هم جوړيږي.

د تېرې فرورۍ په نيمايۍ کې د پېښور د بډه بېرې په ماشوخېلو کې د زړې دښمنۍ په سر پېښه کې پينځه کسان وژل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG