د پاکستان پيپلز ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي د تورخم پولې پرانستو دپاره اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کړی، تورخم دروازه د 21مې فرورۍ راهسې بنده ده، د دواړو خواو ترمنځ شوې جرګې هم تراوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.
احمد کريم کنډي پرون په لسم مارچ وړاندې کړي قرارداد کې "د صوبايي حکومت نه غوښتي، مرکزي حکومت ته دې سپارښتنه وکړي چې زر تر زره د تورخم پولې پرانستو دپاره اقدامات وکړي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د تګ راتګ سره تجارت بحال شي او خلک د نور تکليف نه بچ شي".
نوموړي ویلي، "پاکستان او افغانستان وروڼه اسلامي هيوادونه دي، ترمنځ یې اوږده پوله او تګ راتګ ډېرې لارې دي، تر ټولو مصروفه لاره یې د تورخم پوله ده، د بنديز له امله یې د دواړو خواو تګ راتګ په ځانګړي ډول تجارتي هلې ځلې ځنډېدلي، له امله یې کاروباري خلکو او رياست ته د اربونو روپو تاوان اوړي".
په نهم مارچ د پولې پرانستو دپاره د دواړو خواو څخه د سیاسي، قبايلي او سوداګرو مشرانو ترمنځ جرګه شوې وه.
د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر شريک مشر خان جان الکوزی وايي، په نهم مارچ چې کومه جرګه شوې، دا کومه رسمي جرګه نه وه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سکتر خصوصي موجود دی.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، د دواړو خواو په جرګه کې د پاکستاني لوري ويل شوي، "د پولې پورې غاړې ته چې طالبانو کومه پوسته جوړوله، په پوسته دې کار بند کړي، د اختر پورې به ډز بندي وي، د اختر وروسته به په دغې اړه نورې خبرې کيږي".
هغه وويل، "د افغانستان د لوري جرګې استازي بيا په ننګرهار کې د طالبانو د ګورنر سره ليدلي او هغه ورته ويلي چې د مشرانو سره به په دغې اړه خبرې وکړي".
د الکوزي په خبره، "مونږ په انتظار يو چې دوی [واکمن طالبان] څه ځواب کوي".
هغه زياته کړه، د طالب مشرانو سره ناستې کوي او د تجارت په اهمیت یې خبروي، خو د افغانستان سوداګر د دولت په استازيتوب جرګې ته نه وو ورغلي او نه د دولت استازيتوب کوي، دوی خپل تجارتي سيکټر لري.
د تورخم پولې بنديز له امله دواړو خواو ته د زرګونو په شمېره کې مال وړونکي ګاډي ايسار پاتې او په پوله اوښتونکي راوښتونکي په لسګونو خلک د مشکلاتو سره مخ شوي دي.
په تورخم کې د پاکستان امنيتي ځواکونو او طالب چارواکو ترمنځ د لارې د خلاصېد په اړه لومړی دوه وارې، د فرورۍ په 24مه او مارچ په دويمه ناستې شوې خو کومه نتيجه یې نه ده ورکړې.
په دويم مارچ په پوله د دواړو خواو د سپکو او درنو وسلو ډزې شوې چې تر دوه ورځو روانې وې.
د پاکستان سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د مارچ په دويمه او درېيمه ترسره شوو ډزو کې پاکستان لوري ته د ايف سي ځواک شپږ عسکر ژوبل شوي وو.
افغانستان لوري ته د يو طالب وژل کېدو او څو نورو ژوبلېد خبر هم ورکړل شوی، خو د دواړو خواو څخه په رسمي توګه د مرګ ژوبلو په اړه څه نه وو ويل شوي.
Forum